پوهندوی آصف بهاند ۰۹،۰۶،۲۰۱۴
څوبیسواده نسلونه اوزموږمسولیت
( له ښاغلي احسان آرینزي سره دزړه خواله )
بیا هم دسواد،مطالعې اودنوي نسل دروزنې مسآله:
د۲۰۱۴ کال دجون په نهم ماښام مې په « لراوبر» ویبپاڼه کې دګران دوست ښاغلي آرینزي یوه مقاله ترسترګوشوه چې له ځان نه، له پلارنهوله نیکه نه ، له غورنیکه اوتیرو واکدارانونه یې ګیلې کړي دي ،ورته په قهردی ،آن تردې چې ښیراوې یې کړي دي اوهغوی ته یې دجهنم غوښتنه کړې ده.(۱)
ښاغلی آرینزی!
زه هم ترډیرې اندازې درسره همغږی یم اودې ته لکه تا غوندې خپه یم چې یو نه،بلکې څونسلونه راسره همدا اوس ژوندي بیسواده دي:
ــ دجګ او زاړه عمرخاوند نسل،
ــ دمنځوي عمرنسل،
ــ ځوانان نسل،
ــ او نوی دنیا ته راتلونکی نسل،
هغه بدبخته نسل چې له ټولنې،پلار، نیکه اوتیرو واکدارانونه داسې ټولنه شرایط،قوانین اوطرزتفکر ورته په میراث پاتې دی چې هغه نوي زیږیدونکي ماشوم ته پرته له بیسوادۍ ناپوهۍ اوبدبختۍ بل څه په لاس نه شي ورکولای.دا خودژړا او غم وړده ، دا پوښتنه باید مطرح شي چې له دې خلکواوټولنې سره دا جفا چا وکړه،دا هرڅه له کوم آدرسه ورسره شوي اوله کوم آدرسه همدا اوس کیدونکي دي.
آرینزی صاحب!
ستا له لیکنې نه یوه خوشالتیا هم راپه برخه شوه،هغه دا چې دا دی اوس اوس دا کار روان دی پیل شوی اوپلویان پیدا کوي چې دټولنې داکثریت دبیسوادۍ ،ښوونځي اوپوهنځي ته دنه تګ ناپوهۍ اوله تمدن اوژوند نه دلري والي مسایل مطرح کیږي اوپه دلایلو اوعواملوباندې یې فکر کیږي.زه ستاسو دا مقاله دخپلوهغومقالوپه تایید کې یومخ پر وړاندې حرکت بولم چې ما دنوي نسل دروزنې ،دمطالعې دکلتور درواجیدو او زدکړوته دتشویق له پاره لیکلې دي او اوس هم لګیا یم دمقالودې سلسلې ته دوام ورکوم.
ستا به په یاد وي که نه،خوزما داسې په یاد دي لکه دا اوس،چې د۲۰۰۷ کال په اوړي کې له وطن څخه ، له اولسوکلونولرې والي وروسته، کابل ته درغلم.هغه مهال تا په آریانا تلویزیون کې دریاست چارې چلولې.ما هیڅ علاقه نه درلوده چې په دریمه کارته کې دآریانا تلویزیون ساتونکي زما جیبونه اوځان داسې ولټوي لکه غلامې چې کړې وي،خوما دا ټول ددې له پاره پرځان ومنل چې وروسته له کلونومې ستا لیدل خپل فرض ګاڼه،نه ددې له پاره چې ته رییس يې،بلکې ددې له پاره چې زما یو دوست یې ،لیکوال یې او دقلم توره دې له تورې تیارې نه دخلکواو وطن دخلاصون له پاره په هرډول حالاتوکې په لاس کې نیولی دی.
هماغه مهال ماتاسوڅخه دترسره کړوفرهنګي کارونوپوښتنه وکړه،تا راته یو یو راوښودل،خپل هغه پنډکتاب ته دې اشاره وکړه چې دانسایکلوپیدیا په بڼه دې دټولې نړۍ په باب مالومات په کې راټول کړی و.خوما دې دا اوسنی یآس او نا امیدي نښې په سترګوکې هغه وخت لا لیدلې اواحساسولې.
په هرصورت،
زه فکرکوم چې دبدخشان دباریک آب اودافغانستان په نوروسیموکې دطبعي آفاتو په پیښیدوسره سترې انساني غمیزې رامنځ ته شوې،چې واقعآ دژړلووړدي اودهر بادرده انسان له سترګواوښکې بهوي،خوزه یې داسې ګڼم چې له دې ټولوغمیزونه ستره غمیزه همدا دیوه نه،بلکې دڅونسلولونوبیسواده پاتې کیدل دي، ټینګارکوم او وایم چې دیوه نه،دڅونسلونوبیسواده ساتل دي.
زما اوستا نسل ته،زما اوستا پلرونواونیکونوته له هماغه یوه آدرسه ویل شوی چې ښوونځي ته تګ ګناه ده،سواد ښه نه دی،قیرسرک بریښنا ښه نه ده،تلویزیون خوکاملآ کفرګڼل کیږي.اوس هم زموږ کلیوالې میرمنې که دتصادف له مخې پرداسې ځای ورپيښې شي چې په کوټه کې دتلویزیون خپرونې روانې وي،دتلویزیون پرپرده دنارینه په ښکاریدوسره مخ پټوي.
«آبۍ ټوله بۍ»،دافغانستان دخلکودژوندهره پاڼه چې اړوي له دردونوډکه ده،په هره پاڼه کې په سلګونولازرګونوتپل شوي دردونه په تورورنګونو رسامي شوي دي.
په افغانستان کې دکمپیوتراوفیسبوک په راښکاره کیدو سره رباني دملایانو یوې غونډې ته په ښکاره ډول په لوړ آواز ویلي:
« اوعلمای کرام!فکر تان باشه که ازطرف فیسبوکي ها چپه میشین …»
خبره مالومه ده،له هماغه پیل نه تر اوسه دا کاردوی دخپلې بقا له پاره کړی اوکوي یې.دوی ټول خلک ناپوه اوړانده ساتي چې ددوی حق اوناحق فتواوې په پټوسترګو ومني.زما ښه په یاد دي چې دتیارهمدې استازو،زما په پلرني اومورني کلي کې،دمیدان ښاردنرخ ولسوالۍ د دادل په دره کې زموږملي نڅا( اتڼ ) ناروا اوله ګناه ډک عمل وباله.
ښاغلی آرینزی!
زما اوستا په کلي ،کور او وطن کې اوس هم،دیوویشتمې پیړۍ په څوارلسم کال کې خط په ملا لوستل کیږي.یونیم ځوان که لږ وزرې پیدا کړي،منډه یې ترایران اودوبی پورې ده چې دکورنۍ له پاره روزي او یا دخپل واده له پاره ولورپیدا کړي.کله چې بیرته راشي دپردي کلتورپه هغو توکو لړلی وي چې په خپلوخلکو اوټولنه کې یې دزهرو حیثیت لري اویا داسې په مخدراتو روږدی وي چې بیا دهیڅ کارنه وي.
په تیرو څه کم و زیات څلویښتوکلونوکې داسې حالات پردې خلکو اوټولنې باندې راوړل شول چې روح ،روان اود ژوند ټول اړخونه یې ورته ګډ وډ کړل.زه کار نه ورباندې لرم چې سورانقلاب و که سپینه کودتا، عادي بدلون وکه شین جِهاد واوکه څه نور،خوزما خلک اوټولنه یې دغسې کړه چې اوس ټول ورته لاس تر زنې یو او رغولی یې نه شو.
ددې ټولوهلوځلوپه پایله کې ویل کیږي چې موږروسان په ګونډوکړل ،موږجهاد وکړ،موږ امریکا په ګونډوکړه،موږ دا وکړل موږهغه وکړل.هرڅه موچې کړي،کړي به مو وي، پردې موفکرکړی چې ګټه یې چا ته رسیدلې ده؟
دافغانستان دجګړې له برکته پاکستان داتمي سلاح خاوند شو،خوزه اوته بیسواده،ناپوه اونان ګدایه یو.دهمدې مودې په اوږدوکې اولا اوس هم په ملیونونوافغانان پاکستان اوایران سره ګرو دی مزدوري ورته کوي ، خوهغوی یې د« افغان آشغال » په نامه یادوي.
په دې باید پوه شوچې نه روسان په ګونډو دي اونه امریکایان اونه هم نور.هغوی موږافغانان خپلوموخوته درسیدوله پاره وکارولواوبیايې لکه دلاسو یا تشناب کاغذ ایسته وغورځولو.
په دې باید پوه شو چې اصلا موږافغانان دخپلې نا پوهۍ اوبیسوادۍ له لاسه په ګونډویو،داسې پړمخې لویدلي یوچې اوس بیرته جګیدلی نه شواودا ښکاره ده چې له هماغه یوه آدرس موږداسې نا پوه اوبې سواده ،بې تعلیمه ساتل شوي یو او اوس هم هماغه پروسه روانه ده اوڅوک غږ هم نه شي کولای.د آدرس نوم هم نه شي اخیستلای. دهمدغه غږ نه جګولومسآله مې یو وار ګران احمد تکل سره په یوه ایمل کې داسې شریکه کړه:
« مخ کې مې ویردی
غواړم وژاړم
ژړلی نه شم،
ډیر هم ترخه دي
چې یې وایم
خو ویلای نه شم »
له بده مرغه چې زموږ دټولنې دوګړو روح اوروان له جګړې سره عادت شوی دی.له بیسوادو خوهسې هم ګیله نه کیږي،خوهغه وګړي چې سواد لري،لیک لوست کولای شي،دعلمي اوهنري مطالبو دلوستلوپرځای نظامي،جنګي اوغولونکي سیاسي مطالب ډیرښه او په مینه لولي.
همدا نن (۰۹،۰۶،۲۰۱۴) په تاند ویبپاڼه کې،په پاکستان کې پرهوايي ډګرباندې دحملې خبرخپورشو.همدا اوس چې په اروپا کې دپاسنۍ نیټې دسهار لس نیمې بجې دي،په تاند کې دحملې دخبرله خپریدونه لس نیم ساعته تیر دي،دا مطلب ۵۶۱ ځلې لایک شوی دی(۲) اوپه ( ۲۰،۰۴،۲۰۱۴) نیټې کله چې دغفورلیوال غوندې شاعر« باد » نومی شعردهمدې تاند پرمخ راښکاره شو، شپږ ورځې آنلاین و، یوازې یو وار لایک شوی دی.(۳) دا خوا شینونکې نه ده چې دګلانوپرځای دباروتو بوی خوښوو؟
دلته په ډنمارک کې په کوم کلي کې چې زه اوسیږم،پخوا د دیرشو کورنیوپه شاوخواکې افغانان اوسیدل.په دې افغانانوکې تقریبآ نوي سلنه نر اوښځې بیسواده دي.هغه چې یوڅه سوادهم لري نه مطالعه کوي اونه یې په کورکې کتاب پیدا کولای شې.ماشومان یې دخپلې مورنۍ ژبې په لیک لوست نه پوهیږي که یې څوک وریاده هم کاندي وايي چې څه یې کوې ؟مورنۍ ژبه یې څه په درد خوري.یوه ورځ زما میرمنې یوې افغانې میرمنې ته ویلي ووچې حد اقل په کورکې خوپه خپله ژبه خبرې سره کوئ!
هغې محترمې ورته په ځواب کې ویلي وو:
څه کووخپله ژبه، څه په درد موخوري،پریږده چې ددې ځای ژبه موښه زده شي او…
دا ټیپ خلک په رښتیا فکر کوي اوځان یې تلقین کړی دی چې دجنت هغولوړځایونواومنارو ته رسیدلي دي، نور نو وطن ،دوطن خلک،مورنۍ ژبه اوخپل کلتور څه کوي.
پرته له شکه چې په داسې حالاتو کې هرڅوک خپل مسولیت لري،دولت خویې په کیسه کې هم نه دی. زه فکرکوم چې په دې ګډ وډ حالت کې یوازې فرهنګیان دمسولیت ژوراحساس کوي اوددې بیسواده نسل پردې بدحالت زوریږي،مګرددې زوریدلواودمسولیت داحساس ترڅنګه دا پوښتنه هم باید مطرح شي چې پردې نسل دابیسوادي چا راوسته ،چا دبیسوادۍ اوناپوهئ په دې دایره کې وساتل.
آینزی صاحب!څنګه چې تا اشاره ورته کړې ده،له دین اومذهب نه هم زموږبرداشت ناسم دی اوهرڅه موپه غلطه اوناپوهۍ کې له دین اومذهب نه قربان کړي،آن تردې چې ځینوښاغلو؟تنظیمي مشرانوخود« اسلام سرحد نه لري » ترشعارلاندې وطن هم په کې « دو» ته ایښی و.اودآخرت اوجنت په نامه موخپل اودنوي نسل ژوند داسې تباه کړی دی چې ټول عمربه بیل اوپړی په غاړه ګرځوو.
اوباید له ما نه ته ښه په دې پوه شې چې دنوي نسل دبیسوادۍ اودغلامۍ دایرې کې ساتل دچا مسولیت دی اوڅه باید ورسره وشي؟؟؟
آرینزی صاحب!
داچې تاسودخپلې مقالې په یوه برخه کې لیکلي:
« زه کله نا کله د خپلو،خپلوانو او عزیزانو په کمکیو مجالسو کې وایم چې لاسونه پورته کړئ او ووایئ چې خدای دې زموږ ډېر پلرونه، نیکونه او غورنیکونه نه بښي؛ ځکه چې موږ ته یې ډېر بد میراث پرېښی دی. د قبیلوي ژوند مضبوط حصار، د اسلام ډېر وروسته پاته او کلیوالی تفسیر، خپلمنځي شخړې او دښمنۍ، تربورګلوۍ، له سواد، پوهې، تعلیم، کتاب او قلم سره پټ او علني مخالفت، له مدني ژوند، بدلون پرمختګ او نوي فکر سره دښمنۍ او داسې نور.»(۱)
دا زه درسره منم چې له تیرونه موږته د راپاتې میراث ډیره سلنه منفي ده چې اوس دتمدن له کاروانه په کیلومترونو نه، بلکې په کلونواولاپیړیولرې یو،خوپوښتنه داده چې دا حالت زما اوستاپه پلرونواونیکونواوما وتا باندې چا اوڅنګه راووست .پلرونه اونیکونه خونا پوه اوبیسواده وو،زه اوته خوسواد هم لرو،دننه اوبهرکې مو هم سترګې اوښتې را اوښتې دي اوپه ډیرو سیاسي مسایلوهم پوهیږو،پرما اوتا باندې ولې او چا اوڅنګه دا حالت تحمیل کړ چې نن مونوی نسل دکتاب اولپ ټاپ پرځای پړی بیل اوکُلنګ پر اوږه ګرځوي؟؟؟
دا په ایران کې دیوه مزدور افغان دزړه غږدی:
ورک دې شي ایران،په ایران کې مې زړه تنګ دی
هرشرکت ته لاړ شم په نصیب کې مې کُلنګ دی
پوه په ګناه نه یم،دمهندس راسره جنګ دی
میاشت مې پوره نه وي،بیا روان یم بستروسره …»(۴) زما اوستا هرچیرې تلونکی هیواد وال خو وايي چې:« پوه په ګناه نه یم…» دده ګناه مالومه ده،ګناه یې د سواد، دزدکړې اوتخصص نه درلودل دي،یوازې بیل ،کُلنګ اوپړی باید استعمال کړي،دا ځکه چې دلته په خپل کلي کوراو وطن کې ورته ویل شوي دي چې:
ښوونځی ته تګ ګناه ده،
دسوادزدکړه ګناه ده،
دا دنیا دکفارو دنیا ده او…
راغلم ستا خاطرو ته،
دا خاطرې کیدای شي دځینوزړه ته هم ونه لویږي اوهسې یوه فانتازې یې وګڼي،خوزه یې نه یوازې دا چې درسره منم،بلکې یو وار نه څو څوځلې ما هم په خپلوسترګولیدلي دي.داسې ځایونه هم شته چې که سرورښکاره کړې،له دې نه یې هم بد تره مخې ته درځي او دا حالت داسې زورونکی دی چې،غوښه لا څه چې دبادرده اوبا درکه انسانانوهډوکي هم سوځوي.
تا په ابوظبی کې ځوانان بې سواده بې تعلیمه لیدلي دي،هلته خوهغوی ته دزدکړوهیڅ ډول امکانات نه شته،هغوی خوپه همدې بیسواده حالت راغلي دي مزدورۍ ته کورنۍ ته رزق ګټي اوکه ډیره میړانه وکړي نودولورپیسې به هم وګټي چې لکه څارویوغوندې دچا لور اوخور ځانته واده کړي.
راشه دلته اروپا ته. دزدکړوټول امکانات په وړیا ډول شته دي،خوافغان لالایې نه غواړي.دپیسودګټولوله پاره خپل اولاد « پیزاري » ته لیږي،ښوونځي ته نه.زه یې نوم نه اخلم داسې کورنۍ مې ولیدلې چې وايي ځم له افغانستان نه خپل زلمي زوی ته داسې ښځه کوم چې لاسونه یې دخوشایو بوی وکړي چې په هیڅ هم پوه نه شي او …
دهغې محترمې کورنۍ اصلي مقصد دا دی چې هغه را ودیدونکې جلۍ بیسواده وي په هیڅ خبره نه وي چې دلته دژوند ترپایه ددوی او ددوی دزوی تر حکم لاندې ژوند وکړي .همدا اوس په اروپا میشتو افغانانوکې داسې غمجنه ډرامه دیوه ډیر ترخه عیني واقعیت په ډول روانه ده.او ددې نا سزا کارونوتر څنګه دا نا سم او ناجایزغیرانساني دود نور هم په عامیدو دی چې دغسې کورنۍ چې له خوشیو ډک نوکان نجونې دلته دناوې په ډول راولي،هغوی دنورو افغانانوپه منځ کې په ویاړ سره دخپلې نږور اوزوی د درنولوپه موخه وايي:
« دیرش زره ډالره مې پرې ورکړل او…»
او په ځینو نا پوه کورنیوکې چې بیا دلته لور ورکوي ددې مبلغ دترلاسه کولو هیله یې په زړه کې غوټه کړي وي او که چیرې دځوانانودژوند کوم تړون وشي او دهلک کورنۍ په پتناسه کې لوی مبلغ کینږدي،نویوعالم ستونزې د دواړوکورنیو په منځ کې په پټه اوښکاره رامنځ ته کیږي چې خبره یې د « دیموکراسي بي بي » په دایره کې تر بیلیدو اوطلاق پورې هم رسیږي.
آرینزی صاحب!
ستاسودمقالې په پای کې دمسولیت خبره مطرح شوې ده.دا موضوع ډیره په ځای اوښه خبره ده. موږ هریو باید په خپل ځای او وخت سره دخپل مسولیت په درکولوسره دې سترې غمیزې ته پام وکړو اودټوپک دلرلو اوساتلودکلتورپر ځای دقلم کاغذ،کتاب ،سواد،مطالعې ،ښوونځي ،پوهنځي علم زدکړې اوتمدن په عامولو کې خپله ونډه ترسره کړو.
ما دلته په اروپا کې د « پردی چاپیریال اود کوچنیانواوځوانانودزدکړې مسآله » تر سرلیک لاندې دمقالوسلسله په ۱۹۹۴ کال کې پیل کړه چې لومړنۍ مقاله یې له ماسکوڅخه په خپریدونکي « نوید » اخبارکې چاپ شوه.داسلسله تراوسه هم دهمدې نوي نسل دسواد زدکړې اومطالعې دتشویق له پاره ما جاري ساتلې ده،خوپه ۲۰۱۰ کال کې کله چې دسویدن په مالمو ښارکې دیوسمینار له پار ه ما د « اور اوګلان » تر سرلیک لاندې مقاله لیکلې وه اوهلته مې مې واوروله،له منفي چلن سره مخ شوم.ما په هغې مقاله کې لیکلي وو:
« … دا خوزموږاو زموږ دژبې اوفرهنګ پرضد دتربرونودکارونویوڅولنډکۍ بیلګې وې؛خو رابه شو خپل ځان ته.موږ خپله څه کوو؟ خپل سرباید په خپل ګریوانه کې ښکته کړواو ووایوچې: څومره مو دخپلې ژبې،ادب او فرهنګ له پاره مثبت کار کړی،او څومره مو دخپلې ژبې،ادب اوفرهنګ له پاره مزاحمت اوخنډونه پيښ کړی دي؟
په افغانستان کې دانقلاباتواو بدلونونوپه لړکې ډیر افغانان بهرته روان شول چې په هغو کې پښتانه زلمیان هم وو؛خوتوپیر یې په دې کې وچې دنوروقومونو زلمیان اکثرآ په زده کړه پسې ولاړل اودالفت صاحب خبره یې پرځای کړه چې ویلي یې وو: (( ځوانان باید په علم پسې ولاړشي او دعلم رڼا له ځان سره راوړي )) ؛خو زموږځوانان په بله خوا روان شول.زموږ داکثریت ځوانانواودهغودکورنیو ویاړپه دې کې وچې ځوانان یې دوبی ته په مزدورۍ پسې تللي دي.
شپون صاحب په(( و نه و یو شپون و)) کې دې موضوع ته ډیره ښه او مستنده اشاره کړې ده.کوم پښتون جهادي رهبرچې دشپون صاحب زورورآشنا و،دخبرو په ترڅ کې شپون صاحب ورته ویلي وو:امکانات خولرئ،دا ځوانان بهرنیوهیوادونوته ولیږئ چې علم زده کړي،کمپیوترزده کړي او …
هغه په ځواب کې ورته ویلي وو:بهر ته یې ولیږم اوپه لوی لاس یې دکفرلمنې ته ور وغورځوم او …
وګورئ ! که ښه حقیقت ته ځیر شو،بهرنیو هیوادونوته یې دکفر له ډاره نه لیږو،اودوچوغرولمن کې دقهریدلي شنه یا وریځ آسمان تر چتر لاندې،یا دپسونو،وزو اوخرو په لکۍ پسې ټول عمرتیرولوسره خو دنوي عصر نوي علوم زده کیدای نه شي،او کله چې مونوي علوم اوفنون زده نه وي ،نوله تمدن سره به بیګانه او له کاروان څخه به یې ډیر وروسته پاتې اوسو،بیا نو نه پښتنو ته څه کولای شو اونه هم پښتو اونه هم پښتني فرهنګ ته … دغه راز له بده مرغه زموږ ددودیزې ټولنې ویاړدعلم اوتمدن په ارابه پسې ځغا ستل نه دي،بلکې ددین په لمن پورې زوړندیدل دي،دا خبره ددې مانا نه لري چې په علم پسې تلل دې ددین دهیرولو په مانا وانګیرل شي.خپله دینداري به هم کوواو دعلم زده کړه به هم نه هیروو…»(۵)
زما له مقالې نه وروسته دتفریح پرمهال دهمدې افغانانوله خوا غبرګون راسره وښودل شواوددیني ضد افکارو په توریې تورن کړم.
له بده مرغه چې زموږدا باسواده لوستي قشر باندې هم دجګړې اوغلطوسیاستونوکلتور مسلط دی دعلم اوپوهې شعر اوهنر ښوونې روزنې اوپرمختګ پرځای غلطو سیاسي مسایلوسره ډیره مینه ښيي اوپه مقابل کې علم هنر پوهه اوپرمختګ ته دومره پام نه کوي.
اوس نوکه دا دیوترخه واقعیت په ډول ومنو،نوباید دا هم ومنوچې ددې نیمګړتیا رفع کول وخت اوکارته اړتیا لري چې څنکه ددې خلکو او ددې ټولنې په جګړي عادت ماغزه او دجګړې په دود لړي ماغزه بیرته په هنراوعاطفې باندې پریولل شي،هنري ذوق ورکړل شي،عاطفه اومینه وروښودل شي چې دجګړې اوتشدد لاره پریږدي،په مینې اومحبت سره علم زدکړې، دسواد او مطالعې لاره غوره کاندي او په کورکې دسلاح پرځای کتاب،قلم اوکمپیوتروساتي اودښوونې روزنې اوتعلیم په ترلاسه کولوسره دتمدن اونوي ژوند پرلاره روان شي.
مآخذونه:
1-http://larawbar.net/40516.html
2- http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/26506
3-http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/23711
4-http://www.youtube.com/watch?v=H3fW9H35BCQ
5-http://tolafghan.com/posts/19791