یورانیم
مطیع الله هوتک
په دې انځور کې د بډایه شوو یورانیم ـ ۲۳۵ یوه ټوټه ښودل ښوې ده. |
تاسې ته په پورتني شکل کې د یورانیم ځای په نښه شوی دی.
یورانیم( ( Uranium یو کیمیاوي عنصر دی چې اتومي لمبر یې ۹۲ او سمبول یې Uدی. د عناصرو په دوراني جدول کې د اکتناید عناصرو په کتار کې راځي چې له ۲۳۵U ایزوتوپ نه یې د هستوي انرژۍ په بټیو کې د سون مادې او په هستوي وسلو کې ترېنه د چاودونکې مادې په توګه کار اخلي.
یورانیم په طبیعي ډول یو کلک، دروند، نقره یي رنګی او رادیو اکتیف فلز دی چې د پولادو په پرتله لږ څه نرم او د انعطاف وړ بلل کیږي. دا د رادیواکتیف فلزاتو په ډلې کې د تر ټولو لوړ کثافت لرونکی عنصر دی چې کثافت یې له سربو نه ۶۵٪ زیات او له سرو زرو نه لږ څه کم ګڼل کیږي.
په پخوا وختونو کې له یورانیم څخه د لوښو په رنګولو او هم د عکاسۍ په هنر کې ترېنه د لومړنیو رنګونو په لاسته راوړلو کې ګټه پورته کېده، دا ځکه چې د نوموړي عنصر رادیو اکتیفه ځانګړنه تر ۱۸۶۶میلادي کال پورې نه وه موندل شوې او هم یې د شلمې پېړۍ تر نیمایی پورې دا راز هم پټ ساتل شوی وو چې ګواکې د انرژۍ تر ټولو ستره چینه ده.
یورانیم په څومره کچه شتون لري؟
دا عنصر د ځمکې په کرې کې د نورو شته طبعي عناصرو سره یو ځای د ډېروالي له امله په ۴۸ ځای کې قرار لري.
یورانیم په طبعت کې د اکساید او یا هم په معدني موادو(لکه اورانیت یا کارونیت) کې د مخلوطومالګو په څېر شتون لري. دغه ډول توکي په غالب ګمان سره د اور غورځوونکو څخه رامنځ ته کیږي چې د ځمکې په معدني موادو او ډبرو کې یې شتون تر دوه به یو میلونو نسبت ته رسېږي. دطبعي یورانیمو په سلو کې ۹۹.۳ سلنه برخه ۲۳۸U ایزوتوپ او ۰.۷ سلنه برخه یې ۲۳۵U ایزوتوپ جوړوي.
دغه فلز د ځمکې په زیاترو برخو لکه ډبرو، خاورو او آن د سمندرونو په تل او اقیانوسونو کې وجود لري. نو په همدې اساس د نکل، سپینو او سرو زرو په پرتله زیات پیدا کېږي.
په پورتني انځور کې هاغه لس هېوادونه په ګوته شوي دي چې د نړۍ په سلو کې ۹۴ سلنه یورانیم استخراجوي.
په افغانستان کې د یورانیمو تر ټولو سترې زېرمې په هلمند، پنجشېر، کنړ او….ولایتونو کې شته دي.
په ایران کې د یورانیمو تر ټولو ستره زېرمه د ساغند په اردکان سیمه کې شتون لري.
د یورانیم تاریخچې ته لنډه کتنه
یورانیم په ۱۷۸۹ کال آلماني کیمیا پوه مارتین کلا پروت (Martin Klaproth) په پیچبلینډ(Pitchblende) اورانیتو کې وموندل. د یورانیمو نوم د اورانوس سیارې سره نېغه اړیکه لري چې ستورپېژندونکو له نوموړي نه اته کاله مخکې کشف کړې وه.
یورانیم د ځمکې مرکز کې د تودوالي تر ټولو ستره او مهمه چینه ده او د نړۍ زیاتره وکړي له تېرو څلوېښتو کلونو نه ترینه د انرژۍ په تولید کې ګټه پورته کوي.
ټول ساینس پوهان په دې باور دي چې یورانیم ۶.۶ بیلیون کاله وړاندې د یوه لوی ستوري د چاودېدو له امله منځ ته راغلی او په بیا د لمریز نظام په سیاروکې خور شوی دی.
د یورانیم ځینې ځانګړنې:
یورانیم د g/cm³ 18,97 کثافت په لرلو سره یو له ترټولو درنو او متکاثفو عناصرو نه دی. ( په طبعت کې تر ټولو سپک عنصر هایدروجن او تر ټولو د لوړ کثافت لرونکی عنصرPlaten 21,45 g/cm³ ) دی.
خالص یورانیم له اوبو نه ۱۸.۷ متکاثفه دي او د نورو رادیو اکتیف عناصرو په څېر دا هم په طبیعت کې په ایزوتوپي بڼه قرار لري.
یورانیم شپاړس ایزوتوپونه لري. چې ۲۳۸U ایزوتوپ یې په طبیعت کې ۹۹.۳٪ او د ۰.۷٪ په شاوخوا کې یې۲۳۵U ایزوتوپ پیدا کېږي او نور ایزوتوپونه یې په نشت کې شمار دي.
چې د انرژۍ لاسته راوړلو په موخه له ۲۳۸U ایزوتوپ نه د۲۳۵U ایزوتوپ جوړوي، دا ځکه چې۲۳۵U( د ۰.۷٪ په موجودیت) په یو لړ ځانګړو شرایطو کې تجزیه کېږي او یو شمېر زیاته انرژي آزادوي. له همدې امله یاد ایزوتوپ ته تجزیه کېدونکې ماده هم وایي او د هستوي تجزیي په موخه کارول کېږي.
د یورانیم هستې تجزیه:
۲۳۵U دهستوي تجزیې وړتیا لري. چې په خپلې هسته کې ۹۲ پروتونه او ۱۴۳ نیوترونونه لري(چې په ټولیز ډول په خپلې هسته کې ۲۳۵ ذرې لرې نو له همدې کبله ۲۳۵U نومیږي)، نو په خپلې هسته کې د یوه نیوترون په موندنې سره په دوو نورو اتومونو اوړي.
یاد عمل د نیوترون په مرسته د هستې په بمبارولو تر سره کېږي، چې په دغه حالت کې د۲۳۵U یو عنصر په دوو نورو اتومونو تجزیه کېږي او په پایله کې دوه او یا هم درې نیوترونونه آزادوي. دغه آزاد شوي نیوترونونه بیا د ۲۳۵U له نورو اتومونو سره یو ځای کېږي اود نوموړي عنصر(۲۳۵U) د تولید یوه ځنځیري لړۍ رامنځ ته کوي.
داسې چې د۲۳۵U اتوم د یوه نیوترون په لاسته راوړلو سره په یوه نا پایداره یورانیم ۲۳۶ اوړي چې بیا دا په دوو اتومونو تجریه کېږيچې د همدغه عمل په پایله کې یوه اندازه انرژي هم آذادېږي.
یاد شوي تعاملونه په لاندې ډول هم ښودل شوي دي.
U-۲۳۵ + nBa-۱۴۱ + Kr-۹۲ + ۳n + ۱۷۰ Million electron Volts
U-۲۳۵ + nTe-۱۳۹ + Zr-۹۴ + ۳n + ۱۹۷ Million electron Volts
په پورته اړیکو کې:
کېږي.
(یو ژول هاغه مقدار انرژي ده چې یو واټ توان په یوې ثانیي کې تر سره کړي.)
پورتني ټول تعاملونه په یوه هستوي ریکتور کې تر سره کېږي. هستوي ریکتور د نوموړې آزادې شوې انرژۍ نه د اوبو په ګرمولو او بیا په پای کې ترېنه د بخاري توربینونو څرخولو نه وروسته د برېښنا د تولید په موخه کار اخلي.
یورانیم Uranium یو کیمیاوي عنصر دی چې اتومي لمبر یې ۹۲ او سمبول یې Uدی. د عناصرو په دوراني جدول کې د اکتناید عناصرو په کتار کې راځي چې له ۲۳۵U ایزوتوپ نه یې د هستوي انرژۍ په بټیو کې د سون مادې او په هستوي وسلو کې ترېنه د چاودونکې مادې په توګه کار اخلي.تاسې ته په پورتني شکل کې د یورانیم ځای په نښه شوی دی.