یورو د اروپایي اتحادیې د ۲۸ هېوادونو له جملې څخه د ۱۹ هېوادونو رسمي پولي واحد یا کرنسي ده.
د هېوادونو دغه ګروپ چې یورو کاروي د یورو زون په نامه یادیږي چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د وګړو شمېر ۳۴۳ میلیونو ته رسېدلی دی.
یورو له امریکایي ډالر څخه وروسته د نړۍ تر ټولو ډېر کارېدونکی او ډېر لوی پولي واحد دی. یوه یورو ۱۰۰ سنټه لري او دا وخت د ډالر په مقابل کې د یورو قېمت داسې دی؛
Euro 100 = USD 113.63
یورو همدارنګه د اروپایي اتحادیې د موسساتو او د څلورو هغو کوچنيو اروپایي دولتونو (اندورا، موناکو، سان مارینو او واتیکان) له خوا چې د اروپایي اتحادیې غړي نه دي د رسمي پولي واحد په توګه کارول کیږي.
د ۲۰۱۸ له اګست راهیسې، ۱.۲ تریلیونه یورو په نړۍ کې په دوران کې ده چې د ډالر په نسبت د نوټونو او سکو ډېر انواع لري.
د یورو نوم په رسمي توګه د ۱۹۹۵ د ډسمبر په ۱۶مه په مادرید کې ومنل شو او یورو د ۱۹۹۹ د جنورۍ په ۱ د نړۍ مالي مارکېټ ته معرفي شوه. د یورو سکې او بانکنوټونه د ۲۰۰۲ د جنورۍ په ۱ دوران ته ولوېدل چې د ۲۰۰۲ په مارچ کې یې په غړو هېوادونو کې په بشپړه توګه د پخوانیو کرنسیو ځای ونیو.
دغه کرنسي د ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۲۰۰ او ۵۰۰ بانکنوټونه او د ۱، ۲، ۵، ۱۰، ۲۰، ۵۰ سنټو او د ۱ او د ۲ یورو سکې لري.
یورو د اروپا د مرکزي بانک (European Central Bank) چې مرکز یې د جرمني په فرانکفورت ښار کې دی او د یوروسیستم (چې د یوروزون هېوادونو مرکزي بانکونه دي) له خوا اداره او مدیریت کیږي.
سرچینې: د اروپایي بانک او نور انټرنټي سایټونه