ژباړوونکی: تمیم حقمل (عکس)
گرانه یوسفه! زموږ د پاره خوب وګوره، نړۍ بې له خوبه مري. یوسفه! موږ د ستورو خوبونه نه وینو. زمونږ خوبونه د ډنګرو غواګانو او وچو وږو څخه ډک دي، ډک د هغو خلکو څخه چې ډوډۍ یې پر سر ایښې او الوتونکي ترې خوري.
یوسفه! موږ د خپلو خوبونو په تعبیر باندې نه پوهیږو، موږ څه شی نه کرو، او سبا ته کله چې زموږ وروڼه را وګرځي موږ یو او ټیټې سترګې او تش لاسونه. موږ یو او د وفادارۍ د کال قحطي.
یوسفه! ته نه یې تر څو موږ ته لار راوښیې. موږ ځو او د هر قدم تر شاه څاه ده. نړۍ له درواغو څخه ډکه ده او زموږ څیرې جامې له وینو څخه.
یوسفه! له پیړیو راهیسې ده چې موږ په څاه کې غورځیدلي یو او کلونه دي چې کاروانیان موږ یې په لږ قیمت اخستی.
یوسفه! موږ ته ووایه چې څنګه عزیز شو؟
یوسفه! له ډېرې مودې راهیسې ده چې زلیخا موږ ته دوکه راکوي. له ډېرې مودې راهیسې ده چې زموږ جامه څیروي او موږ هېڅکله هم نه دي ویلي چې زندان یو مینه ناک ځای دی له هغه څه نه چې ما هغه ته را بولي.
یوسفه! یعقوب سترګې په لار ده. زموږ جامه اما د مینې بوی نه ورکوي.
یوسفه! له مونږ نه پرته یو خوب وګوره! نړۍ بې له خوبه مري. د چاغو غواګانو او شنو وږو خوب.
د هغه ستوري خوب چې سجده کوي.