يو ملنګ د غرونو په لمن کې له خلکو سره يو ځای اوسېده، تل به خدای(ج) ته په سجده و او ذکر بې کاوه. د غرونو په لمن کې زیاتې د مڼو، ګلانو او انارو ونې وې. ملنګ یوازې له مېوې پرته نور څه نه خوړل.
ملنګ یوه ورځ له خپل رب سره ژمنه وکړه چې نور به هېڅ وخت هم له ونو څخه مېوې راونه شکوي. یوازې هغه میوې به خوري چې باد له ونې غورځولې وي. ملنګ تر یوه وخته په خپله کړې ژمنه ولاړ و. تر دې چې د خدای(ج) په امر د ملنګ دا آزموینه يو څه سخته شوه.
د خدای(ج) کارونو ته ګوره چې تر پنځو ورځو پورې هېڅ مېوه له ونې څه باد ونه غورځوله. ملنګ وږی شو، لوږه ډېره پرې زور شوه. نور يې زغم له لاسه ورکړ خپله ژمنه يې ماته کړه له ونې يې مېوه وشکوله او ويې خوړه. الله(ج) به هم د ژمنې د ماتېدو له امله سخته جزا ورکړي.
کيسه داسې وه چې له ورځو یوه ورځ د شلو کسو غلو په شاو خوا کې کسان د ملنګ خواته ورغلي وو. غلا شوي توکي يې په خپل منځ کې ووېشل. په همدې وخت کې دولتې کسان پرې خبر شول. غله يې ونیول، ملنګ يې هم د غلو په ډله کې ونيوه.
د محکمې د پرېکړې پر بنسټ يې د غلو یو لاس او یوه پښه پرې کړل. د ملنګ وار چې را ورسېد لومړی يې د ملنګ لاس ور پرې کړ خو کله يې چې د پښې نوبت شو. په دې وخت کې د دولت یو لوړ پوړی مامور را ورسېد ملنګ يې و پېژانده. په لاس پرې کوونکي مامور يې غږ وکړ، مه کوه د خدای لپاره دا ملنګ دی. دا د خدای(ج) له دوستانو څخه دی ولې دې لاس ترې پرې کړ؟
خبره د ملک امیر ته ورسېده هغه په تلوار د ملنګ خواته راغئ، ويې ژړل بښنه يې ترې وغوښته.
ملنګ په خوشالۍ سره وویل:
دا زما د ژمنې د ماتېدو سزا وه چې خدای(ج) ماته راکړه. ما له الله(ج) سره خپله کړې ژمنه ماته کړه. خدای(ج) ماته دا سزا راکړه، له هغه وروسته د خلکو په منځ کې د یو لاسي ملنګ په نوم یادېده او تل به له خلکو لرې د خدای(ج) په عبادت اخته و. یوه ورځ يې د ملګرو له ډلې څخه يو استوګنځي ته ورغئ، کتل يې چې ملنګ په دوو لاسونو اوبدل کړي. ملنګ خواشينی شو خپل ملګري ته يې وویل:
ولې بې خبره راغلې؟
ملګري يې وویل:
تا پسې ډېر خفه شوی وم راغلم چې ودې وينم.
ملنګ په خوشالۍ وویل:
ستا دې په الله(ج) قسم وي چې زما د لاس په اړه به زما تر مرګه چاته نه وايې.
خو دا خبره پټه پاتې نه شوه. د ملنګ راز د ټولو خلکو تر غوږونو ورسېد.
یوه ورځ ملنګ له خدای(ج) وغوښتل خدایه ولې دې زما دا راز پټ نه کړ او ټولو ته دې رسوا کړ؟ خدای پاک وفرمایل ځکه چې ټولو خلکو په تا بد ګومان کاوه او په خپلو منځو کې به يې ویل دا ریا کوونکی غل دی. خدای(ج) جزا ورکړه. ستا دا راز مې خلکو ته څرګند کړ ترڅو ستا په اړوند نور بدګمانه نه وي او ستا لوړ مقام ته درناوی ولري.