تاند- یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پر اساس یې دا کمیسیون غواړي د رای ورکولو د یو شمېر محلونو رایې له سره څېړي.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې نن وویل:«د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر د هغو محلونو، چې د رایو شمېر یې تر ۵۹۹ زیات دی، د رایو د بیا څېړلو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې هرکلی کوي.»
ټاکل شوې وه چې د دوهم پړاو انتخاباتو ابتتدايي نتیجې د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲مه/ اعلان شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني ویلي چې د ۱۹۳۰ محلونو د رایو بیا شمېرل او څېړل به تر راتلونکې دوشنبې پوري بشپړ شي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبداللله عبدالله، چې تر خپل سیال یې لږې رایې ګټلي دي، د انتخاباتو د کمیسیون له لوري د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدا هرکلی کړی دی او اشاره یې کړې په انتخاباتو کې د خپلې ماتې منلو ته تیار دی خو ناپاکې رایې دې تصفیه شي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت، په انتخاباتي پروسه کې د بې پلویتوب او له پاکو رایو د ناپاکو د جلا کولو لپاره د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اقداماتو ستاینه کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو اروپايي څارونکو د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو د څېړنې غوښتنه وکړه.
د اروپايي اتحادیې دېرشو څارونکو د دوهم ځلي انتخاباتو په سبا /جوزا۲۵/ په یوه خبري غونډه کې ویلي و چې په دوهم پړاو انتخاباتو کې تر لومړي پړاو لږه درغلي شوې ده.
د اروپايي اتحادیې د انتخاباتي څارونکو د پلاوي مشر تاییس بیرمن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د رای ورکولو په ۶۰۰۰ صندوقونو کې یې ستونزې احساس کړي دي.
ده وویل چې په دې برخه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو ټیمونو او د انتخاباتو کمیسیون معلومات ورکړي دي.