تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر یا یوناما د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د جوړېدو هرکلی وکړ.

د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ /جولای ۶مه/ د یوه فرمان له لارې د شاه سلطان عاکفي په مشرۍ د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون اعلان کړ.

په دغه کمیسیون کې، چې یو مرستیال او ۱۲ غړي لري، د ملګروملتو یو استازی تادامیچي یاموتو هم د څارونکي په توګه شامل دی.

یوناما وايي چې ښاغلی پاموتو به یوازې د مشوره ورکولو دنده لري.

شاه سلطان عاکفي
شاه سلطان عاکفي

یوناما د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون بشپړېدا یو مهم ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې کمیسیون به اصلاحات راولي.

په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، دا کمیسیون د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له هغو وړاندیزونو او پرېکړو سره ستونزه نه لري چې له قوانینو سره په ټکر کې نه وي.

ده دا خبره وروسته له دې وکړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي، چې د اجراییه ريیس عبدالله عبدالله د ټیم غړی دی، وویل چې دوی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي لېري کولی شي.

د افغانستان له قوانینو سره سم د انتخاباتي کمیسیونونو غړي او مشران د شپږ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او د دې لپاره دا کمیسیونونه خپلواک بلل کېږي چې د کار په شپږکلنه موده کې یې هیڅ چارواکی د لېري کولو واک نه لري.

یوازې په هغه صورت کې د انتخاباتو د کمیسیونونو غړي او مشران له دندې ګوښه کېدای شي چې جرم یې کړی وي او د جرم د ثابتېدو په صورت کې باید بندیان شي.

کاوون کاکړ، محمدعلي امیري، عبدالقدیر کریاب، بشیرفاروق، اسدالله سعادتي، فیض الله ذکي، صالح محمد ریګستاني، شاه محمود میاخیل، صبرینا ثاقب، ډاکټر عالمه، عبدالمجید غني زاده او تادامیچي یاماموتو د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *