تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: یوناما وایي، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونه د اندېښنې وړ دي او د رسنیو ازادي باید د سولې په خبرو کې د یو اصل په توګه مطرح شي.
په کابل کې د یوناما مشز تدامیچي یاماموتو نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د رسنیو او د بیان د ازادي دا ایجابوي،چې د سولې د توافقنامې له لاسلیک وړاندې هر اړخیز بحث پرې وشي.
د یوناما د مشر په اند افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد دی خو لا هم د خبریالانو خوندیتوب ته په کې لازمه پاملرنه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، تېر کال په افغانستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دیارلس سلنه کم شوی.
د یادې کمېټې د رییس نجیب شریفي وایي، تېر کال د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ قضیې ثبت شوې دي.