تاند، شنبه، د حوت ۳ مه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د عبدالله عبدالله لخوا د ځینو ولایتونو لپاره په خپلسرۍ او زور د والیانو پر ټاکلو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د ثبات او همپالنې مشر عبدالله عبدالله نن شنبه د سرپل او بغلان لپاره نوي والیان معرفي کړل، خو په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې دا کار به د سولې په اړه روانې هڅې له ستونزو سره مخ کړي:”په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې روانې دي او دا تمه کیږي چې دا به بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي، له زوره کار اخیستل او غیر قانوني کړنې کولای شي چې د خلکو د سولې هیلې له اندېښنې سره مخ کړي.”

یوناما پر ټولو اړخونو غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او د افغانستان د اساسي قانون ته احترام وکړي.

عبدالله نن محمد نور رحماني د سرپل او جنرال مصطفی محسن د بغلان لپاره والي وټاکه چې دوهم والي یې چا دندې ته نه دی پریښی.

بلخوا د پنجشیر والي کمال الدین نظامي هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

خو د افغانستان د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره بیا د ثبات او همپالنې ټېم دغه موازي اقدام بې ارزښته بولي.

د دې ادارې ویاند سید شاه سقیم وایي، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر لخوا ټاکل شوي واليان پر خپل ځای دي او خپلې چارې مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر اعلان وروسته وویل چې یو ټول شموله حکومت به رامنځته کړي

One thought on “یوناما د عبدالله خپلسرې ګمارنې غندلي او حکومت بې ارزښته وبللې”
  1. دا ښه شو چې د افغانستان خلکو ته د عبدالله د ډلې شوم او مغرض پلانونه په ډاګه شول . اوس دې هغه مړڅټي پښتانه لکه همایون همایون ، حاجي دین محمد ، ګلمرجان غازي نواز تڼۍ او نور له خدایه مرګ وغواړي چې د افغانستان د ملي وحدت له دښمنانو سره یوځای شویدي.
    د دوی داهڅې په حقیقت کې له طالبانو سره د سولې دهڅو د خنثي کولو لپاره یو ګام دی چې ورو ورو عملي کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *