تاند(یکشنبه، د جدي ۱) ملګروملتو او امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو د اعلان هرکلی وکړ.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مننه کړې چې لومړنۍ پایلې یې اعلان کړې:
«…. موږ افغانانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته د هیوادپالونکي خدمت او د ځان د وقفولو په خاطر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د هغه له کارکوونکو مننه کوو.»
جان باس په یوه بل ټویټ کې لیکلي«دا د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده چې په یاد ولري: دا پایلې ابتدايي دي. مخکې تر دې چې د انتخاباتو نهايي پایلې تایید شي او پر پایلو د افغانانو اعتماد یقیني شي، ګڼ ګامونه لا پاتې دي.»
ده د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون کار د نهايي پایلو د اعلان لپاره حیاتي بللی دی.
کاندیدان ۳ ورځې وخت لري چې خپل کشایتونه د شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.
د اشرف غني دولت جوړوونکی ټیم او د عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې ټیم وايي چې ګڼ شمېر اسناد یې د شکایتونو کمیسیون ته سپارلي دي.
له بلې خوا په په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د ټاکنو کمېسیون لخوا د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، ملګري ملتونه د ټاکنیزو کمیسیونونو چارې د ټاکنیزو پایلو د اعلان په برخه کې ستايي، خو ټینګار کوي چې ژر تر ژره وروستۍ او نهايي پایلې هم اعلان شي.
د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو په ټاکنیزه پروسه کې د افغانانو ګډون هم د ستاینې وړ بللی چې له ټولو امنیتي ګواښونو سره – سره راووتل او د جمهوري پروسې په تقویت کې یې ونډه واخیسته.
نن د ټاکنیزو لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني د کمېسیون لخوا د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی نوماند اعلان شو.
د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د میزان د ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په ترڅ کې د اشرف غني د بریا له منلو انکار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنو کمېسیون عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مخکښ کاندید اعلان کړ خو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو ترلاسه کولو دا ځل ټاکنې ګټلې دي.
دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د ترسره کولو او د لومړنیو پایلو د اعلانولو په خاطر ستایلی دی.
دې ټیم په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د انتخاباتو ترسره کېدا او د ټاکنو د پروسې بریالیتوب د افغانستان د جمهوریت او ولسواکۍ بری دی.