تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه لیک کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ته د مولانا عبدالله له بد رفتارۍ او ناسم چلند څخه شکایت کړی دی.

په دې لیک کې راغلي، چې د نومبر په ۵ په هغه غونډه کې چې د یوناما استازي، په ټاکنو د نړیوالو څارونکو بنسټونو دوه استازي او د کمېسیون غړو ههم په کې ګډون درلود، د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د غونډې په جریان کې د ټاکنو کمېسیون د رایو شمېرنې ډېټابس منیجر ښاغلي بشیر علي ته د مذهب او قوم ښکنځلې کړي او هغه یې تر مرګ ګواښلی چې که د رایو بیا شمېرنه ترسره کړي، نو ګیله به یې له ځانه وي.

په دې لیک کې تدامیچي یماماتو د ټاکنو  کمېسیون ته د مولانا عبدالله له چلند شکایت کړی او له کمېسیون څخه یې سپیناوی غوښتی دی.

خو مولانا عبدالله بیا د دغې لیک په ځواب کې یو خبري کنفرانس ورکړی او وايي، یوناما ته ناسم معلومات رسېدلي دي او ده چاته د دین او قوم توهین نه دی کړی: (( یوناما دې د هغو خلکو غوښتنه نه مني چې د کاندیدانو په نفع او یا هم ضرر کار کوي، لومړی باید یوناما خپل معلومات دسته بندي، تحلیل کړي او بیا دې یې نشر کړي))

راپورونه مولانا د ټاکنو کمېسیون هغه پنجشېری کمېشنر دی چې د نظار شورا او د شمال ټلوالې د اړوند مدني بنسټونو له خوا دعبدالله عبدالله په غوښتنه  کمېشنرۍ ته معرفي شوی او نوموړی اوس په ټاکنو کمېسیون کې د پراخې ګډوډۍ سبب ګرځېدلی دی.

پر مولانا عبدالله داسې اسناد موجود دي چې په پټه او ښکاره ډول د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ته په کمېسیون کې دننه فعالیت کوي او غواړي ټاکنې بحراني کړي.

2 thoughts on “یوناما: د ټاکنو کمېشنر مولانا عبدالله د ډیټا بېس مسوول ته د مذهب او قوم ښکنځل کړې دي”
  1. یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو او فعالیتونو دهمغږی اداره ده او د دوی فعالیت خصوصا د افغانستان د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په اړه بېطرفه او د ستایلو وړ ده. د دوي رول او هڅې زمونږ هېوادوالو ته د ستاینې وړ دي.
    که ملا عبدالله په رښتیا زمونږ بل هېوادوال ته د قوم او مذهب توهین او د مرګ تهدید کړی وي ، دا عمل یو جرم دی او نوموړی باید لویې څارنوالۍ ته معرفي شي. د دوی ګډون په داسې ملي او حیاتي اداره کې لکه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون کې د ټولو ملي او نړیوالو نورمونو او قوانینو پرخلاف دی . باید د دوی غړیتوب وځنډول شي.
    په ټولټاکنو کې د افغانستان ملت او ولس خپله رایه د قانونیت ، جمهوریت او دموکراسي په حمایت او طرفداري څرګنده او استعمال کړيده او باید د قانون حراست ارګانونه د دوی له رایو ساتنه وکړي. نور د زورواکانو ، جنګسالارانو ، قانون ماتوونکو تاریخ تېر شویدی. د افغانستان د ولس ملي منافع ایجابوي چې د دوي د ټیم ټولې ناوړې هڅې او جعلکاري ولس ته په ډاګه شي.

  2. د همدی مولانا دوه وروڼه د غنی په محافظت ریاست PPS کې مهمی دندی لری په تعصب او لنډغري مشهور دي د PPS د ریس لخوا یی حمایت کیږي کله چي ورور د غني سره دومره دښمني ولري ایا دا دوه وروڼه به یې له غني ساتنه وکړي غني دې اول خپل ټیم اصلاح کړي پردي لنډغر او جاسوسان دي تصفیه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *