تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو دفتر یا یوناما پرون اعلان وکړ چې په تېرو اتو میاشتو کې په افغانستان کې د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۶ زیات شوی دی.

د یوناما د بشري حقونو ريیسې (Georgette Gagnon) وویل چې د ملکي تلفاتو او ټپیانو له پلوه د افغانستان د ختیځو برخو وضعیت تر ټولو خراب دی.

د دې په وینا په تېرو اتو میاشتو کې په کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د ملکیانو مرګ ژوبلې په سلو کې ۵۴ زیاتې شوي دي.

مېرمن ګاګنن خبریالانو ته وویل:«په روان ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د ټولو ملکيیانو په سلو کې ۱۹ په ختیځو ولایتونو کې وژل شوي دي.»

دې زیاته کړه:«یوماما د ختیځ په څلورو ولایتونو کې د ۴۹۹ ملکي مرګ ژوبلو نومونه ثبت کړي دي چې ۸۱ یې وژل شوي او ۴۱۸ یې ټپیان دي او دا شمېر د ۲۰۱۲ کال د ورته مودې په پرتله په دغو څلورو ولایتونو کې په سلو کې ۶۳ زیاتوالی ښيي.»

د یوناما د بشري حقونو د مشرې په وینا اکثره ملکیان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري په عمدي ډول وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دې همداراز د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو هلوځلو ته په اشارې وویل:«د دوی فعالیتونه یوازې په تاوتریخوالي او تشدد پوري نه رالنډېږي بلکې د ملکي خلکو ترهول، ګواښل او تښتول هم پکې شامل دي.»    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *