تاند- ملګروملتو نن د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو له غړیو وغوښتل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره پوره همکاري وکړي څو د تفتیش کار ژر تر ژره بشپړ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا تراوسه پوري په سلو کې څه باندې ۶۶ فیصده رایې بیاشمېرل شوي دي او د دوشنبې له ورځې به د رایو ابطال پیل کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي چې د رایو په تفتیش کې هر راز خنډ او ځنډ یوازې او یوازې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې باوري زیاتوي او د عامو افغانانو ژوند سختوي.

یوناما دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې د عبدالله عبدالله ټیم یو وار بیا وویل چې د رایو د باطلېدو په کړنلاره کې د دوی ټول وړاندیزونه نه دي منل شوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې، چې نن /شنبه/ یې خپره کړې ده، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د خاص استازي یان کوبیش له قوله ویلي:«تر دې مخکې د نړۍ په هیڅ ځای کې په دې پیمانه د پراخ او پېچلي تفتیش هڅه نه ده شوې. زه هغه ټول کسان ستایم چې دا پروسه یې مخ ته بېولې او هغه ځای ته یې رسولې چې ژر به یې باوري نتیجه راووځي.»

یان کوبیش همداراز ویلي:«موږ هیله لرو چې دواړه مشران او د دوی د کمپاینونو غړي به د رایو د تفتیش د بهیر د نتیجې د منلو په باب پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي همداراز هیله څرګنده کړې:«د رایو د تفتیش د پروسې د بشپړېدو ترڅنګ به دواړه کاندیدان ژر تر ژره د ملي یووالي د حکومت په جوړولو سلا وکړي چې هیواد له روانو حالاتو د ثبات په لوري بوځي.»

یوناما یادونه کوي چې په افغانستان کې د رایو تفتیش د ژوروالي، د رایو د شمېر، څارنې، نړیوال نظارت او دواړو کاندیدانو ته د رایو د تفتیش د پروسې د څارنې د حق د ورکولو له پلوه بې ساری دی.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ دوو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نن له یو بل سره وکتل.

دوی په راتلونکې حکومت کې د ولسمشر او اجرايي رییس د صلاحیتونو، د حکومت په جوړولو کې د دواړو کاندیدانو د ګډون او د اپوزسیون د موقف په اړه خبرې وکړې.

0 thoughts on “یوناما له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د تفتیش د ژر بشپړېدو لپاره له کمیسیون سره همکاري وکړي”
  1. دا به ډیره جالبه وی چی هم شهید ، هم غازی او هم روغ او سلامت وی.
    هم به د هیواد د اجرایی شورای ریس او په راتلونکی کی به صدراعظم یا لومړی وزیر وی او د حکومت نیمایی څوکۍ به هم دی اخلی او بیا به اپوزیسیون هم وی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *