تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن /سې شنبه/ په یوه راپور کې وویل چې د افغانستان حکومت له اداري فساد سره په مبارزه کې له ستونزو سره سره د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

دا په تېرو ۱۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت نسبي بري تاییدېږي.

د یوناما په ۸۶ مخیز راپور کې ویل شوي چې په څو برخو کې له فساد سره د مبارزې پر ضد د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په دې راپور کې، چې سرلیک یې دی: «له فساد سره د افغانستان مبارزه؛ د جګړې بل ډګر» د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په امر په ۵ زیاتو عاید لرونکو وزارتونو کې له فساد سره د مبارزې د ملي پروګرام د تدوین په خاطر د کمېټې ګومارنه په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو هیله بخښونکی ګام بلل شوی دی.

یوناما همداراز ویلي«د دولت د مالي چارو د مدیریت په کنټرول کې ښه والی له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ډېر پرمختګ سبب شوی ځکه چې تدارکاتي بهیر یې ګړندی کړی، او ګمرکي عواید یې زیات کړي دي.

One thought on “یوناما وايي، د افغانستان حکومت له فساد سره په مبارزه کې مهم ګامونه اخیستي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *