په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ‘یوناما’ وايي، طالبان له توقیف شویو کسانو سره ناسم چلند کوي، شکنجه کوي یې او ان داسې جدي ادعاوې شوې چې ځینې زندانیان په توقیف خونو وژل شوي دي.
رپوټونه همدارنګه ښیي چې زندانیان په بدو شرایطو کې ساتل شوي او اجباري کارونو ته اړ ایستل شوي دي.
د یوناما لومړنۍ موندنې په ارزګان ولایت کې د طالبانو له یوې توقیف خونې د روان ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۵مه د افغانستان د ملي اردو دځانګړو ځواکونو د عملیاتو په مټ له ۱۳ را خلاصو شویو بندیانو سره د مخامخ مرکو پرمټ ترلاسه شوې. دوی په توقیف کې د ساتل کیدونکي ناسم وضیعت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حالت بیان کړی او د ناسم چلند، ځورونو او ان د ملکي او امنیتي کسانو د وژلو په اړه یې باوري ادعاوې وړاندې کړیدي. څو راخوشې شویو کسانو د طالبانو لخوا د ۱۱ بندیانو د وژنې په اړه رپوټ ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو وايي: ”زه د توقیف خونې د ناسم چلند، شکنجه کولو او ان د ملکي او امنیتي کارکوونکو د غیر قانوني وژنو او همدارنگه په توقیف خونو کې د ناسم وضعیت په تړاو دلګول شویو جدي ادعاوو په اړه، اندیښمن یم.“ د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د شیرا په کلي کې د کلاټک په نوم د طالبانو له توقیف څخه د ۵۳ ازادو شویو زندانیانو له ډلې یې ۴۵ د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او اته ملکیان وو، چې درې حکومتي چارواکي هم پکې وو. ډیر بندیان له ۲۰۱۸ کال راهیسې دغلته ساتل کیدل، خو درې تنه یې ان له ۲۰۱۶ راهیسې زندانیان وو.
ټول هغه کسان چې راخوشې شوي دي وايي چې په توقیف کې به یې همیشه زولنې په پښو وې، چې ځینو یې د پښو له ښنګرو سره زخمونه لرل. له یوه کس پرته ټولو را خوشې شويو چې یوناما ورسره مرکې کړي د وهلو خبره کړیده. ځینو توقیف شویو ویلي، چې طالبانو د وهلو ټکولو پرمهال له دوی څخه د معلوماتو ورکولو او په خاصو مسلو د اعتراف کولو غوښتنه کوله. پاتې نورو زنداني شویو ویلي، چې دوی ته وویل شو، چې دغه سزا یې له حکومت څخه د ملاتړ، له امریکایانو سره د کار او یا له طالبانو سره د جګړې په بدل کې ورکړې.
ټولو بندیانو ویلي، چې ترځمکې لاندې پینځو داسې خونو کې ساتل کیدل، چې نه پکې ځایدل او د اړیکې نیولو څه پکې نه وو. را خلاص شویو کسانو ویلي، چې لږ ترلږه په ورځ کې اوه ساعته پرې د چاودیدونکو توکو د جوړولو په ګډون په زور کارونه ترسره کیدل، چې د نړیوالو بشر دوستانه قوانیوسره په ټکر کې دي. بندیانو ویلي، چې په ژمي کې ترصفر ټیټ کچې یخنۍ کې ساتل کیدل، په ورځ کې دوه ځلې لوبیا او وچه ډوډی ورکول کیده او د درد ضد او د ټپونو د پاکولو میکروب ضد درملو پرته نور هیڅ ډول روغتیايي مرسته نه ورسره کیده.
د یوناما لومړنۍ موندنې ښيي، چې د توقیف خانو وضیعت او له بندیانو سره چلند له هغو لومړنیو معیارونو سره په ټکر کې دي، چې په یوه غیر نړیواله جګړه کې له یوې ډلې یا اړخ څخه غوښتل شویدي.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ریچارډ بینیټ وویل: ”ملګري ملتونه طالبانو ته وریادوي، چې نړیوال بشرپالونکی قانون، د ټولو نړیوالو اوغیرنړیوالو وسله والو جګړو له ښکیلو اړخونو غواړي، چې له هغو ټولو کسانو سره چې نیغ په نیغه په جګړه کې ښکیل نه دي او یا یې دغه کار خوشې کړیدی، باید تل انساني چلند وشي. “ یوناما ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا دنده ورکړل شوې، چې د بندیانو د ساتنې له مرکزونو څارنه وکړي، چې له یوې خوا حساب ورکول پیاوړي شي او له بل پلوه د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د بشپړې عملي کیدو زمینه برابره شي، چې د افغانستان په اساسي قانون او هغو نړیوالو تړونونو کې تضمین شوي چې دغه هیواد یې یو غړی دی.
یوناما له ۲۰۱۱ کال راهیسې دجګړې اړوندو زندانونو او توقیف خونو څارنه او دغلته د کیدونکي چلند په اړه رپوټ ورکوي. یوناما خپلې موندنې او سپارښتنې د بشري حقونو لپاره دملګرو ملتونو د عالي کمیشنر له دفتر سره په ګډه په خپل دوه کلن جوړ کړي رپوټونو کې خپاره کړیدي. په افغانستان کې د جګړو اړوند زندانونو او توقیف خونو کې د چلند په اړه وروستی رپوټ د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې خپور شو