تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د ملګرو ملتونو لخوا په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۳۳ ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ژوبل شوي دي.

یوناما د ملکي تلفاتو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، تر ټولو ډېر ملکي تلفات سږ کال د مارچ په تېره میاشت کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د کابل دفتر یوناما د دغو تلفاتو ۵۵ سلنه مسوولیت د دولت پر مخالفو وسله والو ور اچوي او وايي، دغه مخالفان د ۲۸۲ ملکیانو د وژنې او د ۴۲۸ ملکیانو د ژوبلېدو سبب شوي دي، چې له دې منځه په راپور کې د ۳۹ سلنه ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو او ۱۳ سلنه پر داعش او پاتې یې پر نورو مخالفو ډلو ور اچول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي او نږدې ۹۰۰ ملکیانو ته یې په دغو بریدونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

حکومت وايي، په بریدونو کې د طالبانو زیاتوالی راوستل دا ښيي چې یاده ډله د تاوتریخوالي په کمولو باور نه لري، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لیوینز بیا له ټولو غاړو یو وار بیا غوښتي دي چې جګړه دې ودروي او اوربند دې ومني.

هغه غوښتنه چې طالبانو تر دې وړاندې په پرله پسې ډول غیر معقوله، غیر منطقي او فرصت طلبي بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *