تاریخ: 16 اسد 1396
کابل افغانستان : په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت مشر تداماچي یاماموتو نن په له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي وویل،چي دوی په کابل کي خپله ستراتيژیکه بیا کتنه نهايي کړې ده.
هغه وویل، چي د نوي ستراتيژۍ سره به ډېر تمرکز د افغانستان د سولي پر مسئله وي او دې موضوع ته به تر نورو مسائلو وړاندي د لومړیتوب په توګه کتل کيږي.
نوموړي زیاته کړه،چي یوناما د ملګرو ملتونو د اړوندو او نورو کمک کونکو ادارو ترمنځد همږغۍ پر زیاتوالي هم کار کوي او هڅه به یې دا وي،چي دا چاره پیاوړې سي.
ښاغلي یاماموتو د ټاکنو په پروسه کيد اجرائیه رئیس په مشرۍ د امادګیو وروستۍ ناستي مثمري وبللې او غوښتنه یې وکړه، چي دا ناستي دي دوام پیدا کړي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خوښي وښوده، چي د یوناما ستراتیژیکه بیا کتنه نهايي سوې او په راتلونکي کي به ډېر تمرکز د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولي پر پروسې باندي وي.
هغه وویل،چي افغان حکومت هم د امنیتيهڅو ترڅنګ د سولي هڅو ته ډېره توجه کړې او ددې برخي تقویت د ستونزي د اساسي حل په توګه وړانديکوي.
نوموړي زیاته کړه،چي د ټاکنو پروسه به د ټاکنو د کمېسون په مشرۍ او مالکیت او د حکومت په ملاتړ په ټول سرعت سره مخ ته ځي او په یاده برخه کي به د خلکو توقعاتو ته رسیدګي وسي.
اجرائیه رئیس په یادو برخو کي د بریا لپاره د سیاسي نظام تقویت مهم وباله او زیاته یې کړه،چي د حکومت په سطحه نوي تعینات د سمون لوري ته مهم ګامونه دي چي اخستل سوي دي.