تاند- ملګروملتو په تېرو ۱۰ میاشتو کې د افغان ملکیانو مرګ ژوبلې بې سارې وبللې.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما نن /چهارشنبه/ د سږ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپټمبر تر دېرشمې پورې د افغانستان په جګړه کې د تلفاتو شمېر اعلان کړ، ویې ویل چې تر ټولو زیات افغان ملکیان د دولت د وسله والو مخالفانو په حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د ملګروملتو په دې تازه راپور کې ویل شوي چې ۸ زره ۵۰ تنه افغانانو ته په یاده موده کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یوناما پر اساس په دې شمېر کې ۲ زره ۷۹۸ تنه وژل شوي او ۵ زره ۲۵۲ تنه نور ژوبل شوي دي چې دا د تېر ۲۰۱۷ م کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر دي.
تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په ننګرهار کې شوي دي.
ملګروملتو ویلي، د دې لپاره چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري، نو پکار ده چې د دې شخړې د پای ته رسېدو لپاره فوراً سوله ییز حل ولټول شي څو د افغانانو کړاوونه او مصیبتونه ختم شي.
په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماوتو په ټولو افغان خواوو ږغ کړی ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلو د نه اړولو لپاره له خپل ټول وسه کار واخلي.
د ملګروملتو راپور وايي چې د افغانستان په جګړه کې تر ټولو زیاتو ملکیانو ته په انتحاري او بمي حملو کې مرګ ژوبلې اوړي چې د دولت وسله وال مخالفان یې کاروي.
له انتحاري او بمي حملو وروسته په دوهمه درجه د ملکیانو زیاتې مرګ ژوبلې په وسله والو نښتو کې اوړي.
د ملګروملتو د راپور پر اساس، په افغانستان کې قصدي یا هدفي حملې هم زیاتې شوي چې له انتحاري – بمي بریدونو او په وسله والو جګړه کې له وژل کېدونکو وروسته د ډېرو افغانانو ژوند اخلي.
د تلاشۍ په عملیاتو کې وژنو او په هغو بریدونو کې چې د انتخاباتو په ارتباط کېږي، هم د ډېر شمېر افغانانو ژوند اخیستی دی.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ننګرهار په کامه ولسوالي کې د ولسي جرګې د انتخاباتي کمپاین پر یوې غونډې د ترهګرو په برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه بېګناه ملکیان ووژل شول یا ټپیان شول. پرون په هلمند کې د یوه کاندید په ګډون د هغه د کمپاین په غونډه کې انتحراي حملې لږترلږه ۸ تنه شهیدان او ۱۰ نور ژوبل کړل.
طالبانو پرون /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د انتخاباتو د تخریب لپاره به حملو ته دوام ورکړي.
د ملګروملتو په راپور کې څرګنده شوې چې له ننګرهار وروسته ډېر ملکیان په پلازمېنه کابل، هلمند او غزني ولایتونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي«په قصدي ډول ملکیان په نخښه کول جنګي جنایت دی او زغمل کېدای نه شي.»
ده همداراز ویلي چې په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو/ وسایلو، په ځانګړي ډول د انتحاري حملو له کبله د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې اعظمي حد ته رسېدلي دي.
د ملګروملتو په ځانګړي راپور کې په دې ژوره اندېښنه ښکاره شوې چې د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا د ملکي وګړو پر ضد د قصدي او بې توپیره حملو شمېر زیات شوی دی.