تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ټاکنو یوه ورځ وروسته اعلان کړی چې یوازې د ټاکنو کمېسیون کولی شي چې د رایه ورکوونکو رسمي شمېرې اعلان کړي.
یوناما له ټولو لوریو غوښتي چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو وګړو د شمېرو د ورکړې په تړاو مسوولانه چلند وکړي.
یوناما وايي، ملګري ملتونه د رایه ورکوونکو د شمېر په اړه نظر نه لري بلکې په دې اړه به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شمېرو ته په تمه پاتې شي.
کمېسیون تر دې وړاندې ویلي وو چې ټاکنو ته نهه نیم میلیونه وګړو ثبت نام کړی دی، خو تېر ماښام يې وویل تر اوسه یې د نیمو مراکزو رایې شمېرلې دي چې په تخمیني ډول له یو ملیون څخه زیاتې دي.