تاند- د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې سږ کال، چې لا څه باندې ۲ میاشتې یې پاتې دي، یونان ته تر ۵ لکه زیاتو افغانانو، سوریه والو، عراقیانو او نورو پناه وړې ده.
د پناه غوښتونکو لوی اکثریت د سوریه والو، عراقیانو او افغانانو دی چې په هیوادونو کې یې جګړه روانه ده.
د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنري (یو این ایچ سي آر) په وینا سره له دې چې هوا سړه شوې خو لا هم د یونان لیسبوس، چییوس او ساموس ټاپوګانو ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی.
د دوی په وینا په تېرو ۴ ورځو کې دغو ټاپوګانو ته ۳۵ زره تازه پناه غوښتونکي رسېدلي دي. دې پناه غوښتونکو د سمندر له لارې په وړو بېړیو کې د مرګ خطر په غاړه اخیستی او ځانونه یې دغه اروپايي هیواد ته رسولي دي.
یوناني چارواکو په دغو ټاپوګانو کې د وضعیت د کنټرول لپاره اضافي پولیس ځای پر ځای کړي دي.
په همدې حال کې مرستندویو ادارو ویلي چې په دغو یوناني ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو وضعیت د نه بیانولو وړ دی.
اکثره پناه غوښتونکو ته یونان لوېدیځې اورپا ته د ټوپ تخته ښکاري او هیڅ یو نه غواړي چې په دغه هیواد کې پاتې شي بلکې غواړي چې جرمني او یا نورو لوېدیځو اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.