تاند- یونان له خپلې خاورې څخه ترکیې ته د زرګونو پناه غوښتونکو لېږلو ته تیاري اعلان کړه.

یونان وايي په لومړي پړاو کې به په سلګونو افغان، سوري، عراقي او نور پناه غوښتونکي په بېړیو کې ترکیې ته واستوي.

ترکیې، له اروپايي هیوادونو د ملیاردونو ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کې د پناه غوښتونکو منلو ته تیاري ښوولې ده.

یونان د هغې لانجمنې موافقې پر اساس، چې تېره میاشت د ترکیې د حکومت او اروپايي اتحادیې ترمنځ لاسلیک شوه، ترکیې ته د مهاجرو او پناه غوښتونکو بېرته لېږلو ته تیاري نیسي.

د یونان اې این اې دولتي خبري اژانس نن وویل، د راروانې چهارشنبې او جمعې ترمنځ به د یونان له لیسبوس ټاپو څخه نژدې ۷۵۰ رد شوي پناه غوښتونکي د ترکیې دیکلي بندر ته ولېږل شي.

د اروپايي اتحادیې د پولو د کنټرول ادارې (فرانتیکس) دوې تُرکي بېړۍ د پناه غوښتونکو د استولو لپاره کرایه کړي دي.

ملګروملتو د پناه غوښتونکو په زوره بېرته لېږل غیرقانوني بللي دي.

ترکیه په خپله خاوره کې د سوري، عراقي، افغان او نورو ملیتونو د پناه غوښتونکو لپاره د مرکزونو په جوړولو بوخته ده.

په ۲۰۱۵ م کال تر یو ملیون زیات پناه غوښتونکي اروپا ته لاړل او سږ کال تراوسه پوري تر یو نیم لک ډېر نور یونان ته رسېدلي دي.

د اتریش ولسمشر هینز فیشر پرون /شنبه/ وویل چې په ترکیه کې د پناه غوښتونکو د بشري حقونو او دغه راز په دې اندېښنه لري چې له ترکیې سره د اروپايي اتحادیې معامله به اروپا ته د پناه غوښتونکو د سېل مخه ونه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *