تاند- د ملګروملتو د ماشومانو د زده کړو ملاتړه اداره یونسیف وايي، نایجریا، افغانستان او پاکستان به د ښوونځي د عمر د ماشومانو د ۲۰۲۰ هدف پوره نه کړای شي مګر دا چې د سیاسي ارادې ترڅنګ ذي نفوذه خواوې اقدام وکړي.

یونسیف وايي، په نایجریا کې له زده کړو د بې برخې ماشومانو شمېر د ټولې نړۍ د هغو ماشومانو، چې ښوونځي ته له تګه پاتې دي، په سلو کې له ۲۰ سره برابر دی.

دا اداره وايي، په نایجریا کې نجونې ښوونځي ته د تګ پر ځای د څارویو رمې پیايي، د کب نیونې کار ورڅخه اخیستل کېږي او یا د یاغیانو د بلوا له کبله د هیواد په شمال ختیځ کې بې ځایه شوي دي.

د یونسیف یوې جګپوړې مامورې اغلې ازوکا مینکیتي وویل، په درو هیوادونو کې د ماشومانو د تعلیم وضعیت په خبرداري ورکوونکي ډول خراب دی؛ دا درې هیوادونه نایجریا، افغانستان او پاکستان دي.

دې همداراز وویل چې په دغو درو هیوادونو کې تمه ده چې تر ۲۰۳۰ پورې د نجونو او هلکانو زده کړې وړیا وي.

په درې واړو هیوادونو کې په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو وضعیت زیات خراب دی.

د یونسیف په راپور کې ډېر تمرکز د نایجریا د ماشومانو پر وضعیت شوی دی. د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.

خو په افغانستان کې د سختدریځو ډلو له لوري په ځانګړي ډول د نجونو له تعلیم سره زیات مخالفت کېږي.

د افغانستان په جنوبي او شرقي ولایتونو کې نژدې نیمايي هلکان او اکثره نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د دغو ولایتونو یوازې په مرکزونو کې د نجونو ښوونځي فعال دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېر ماشومان او ماشومانې له زده کړو بې برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *