تاند- د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونسیف وايي، هر کال ۹۵۰۰ افغان ماشومان د نسناستي په ناروغۍ مري.

یونسیف نن /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې لا هم په افغانستان کې یوازې د نسناستي یا اسهال په وجه د کال نژدې نهه نیم زره ماشومان مړه کېږي خو دا لومړی ځل دی چې په نسناستي د افغان ماشومانو د مړینو شمېر له ۱۰ زرو راټیټېږي.

د یونسیف نوې شمېره ښيي چې د ورځې ۲۶ افغان ماشومان په نسناستي ناروغۍ مړه کېږي.د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې په وینا د هغو ۸۰ زره تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو په منځ کې، چې هر کال په افغانستان کې مړه کېږي، په سلو کې ۱۲ د نسناستي ناروغي له کبله سا پرې کوي.

د افغانستان لپاره د یونسیف استازي عادل خدر وویل«نسناستی داسې ناروغي ده چې په اکثرو مواردو کې په اسانه درملنه کېدای شي.»

ده له افغانانو وغوښتل چې له تشنابونو کار واخلي او لاسونه ومینځي څو د دې ډول ناروغیو مخه ونیول شي.

پاکوالي، په تېره بیا د تشنابونو نضافت ته نه پاملرنه او د میکروبونو خپرېدا د نسناستي اصلي علتونه دي.

له بلې خوا اکثره کورنۍ لا هم نه پوهېږي چې د نسناستي په وخت باید ماشوم ته زیاتې اوبه او او آر ایس ورکړل شي.

یونسیف د نسناستي او نورو میکروبي او ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي پرمختګ وستایه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *