تاند- د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف نن /سې شنبه/ وویل، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې پر ښوونځیو حملې نژدې ۳ برابره زیاتې شوي دي.
د یونسیف له راپور سره سم، په ۲۰۱۷ م کال په افغانستان کې پر ۶۸ ښوونځیو حملې شوې وې خو تېر کال (۲۰۱۸) پر ۱۹۲ ښوونځیو بریدونه شوي دي چې دا له ۲۰۱۵ م کال راوروسته تر ټولو زیاتې حملې دي.
یونسیف وايي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره له زده کړو د ماشومانو محرومېدا هم زیاته شوې ده.
د یونسیف له راپور سره سم، د ۲۰۱۸ م کال تر پایه په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ زیات ښوونځي بند شوي چې له کبله یې شاوخوا ۵ لکه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
اکثره ښوونځي یا تقریباً ټول ښوونځي د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې بند شوي دي.
د یونسیف اجرايي رييسې هنریتا فور (Henrietta Fore ) په یوه اعلامیه کې ویلي«په افغانستان کې تعلیم له حملو سره مخامخ دی. پر ښوونځیو غیرعاقلانه حملې، د ښوونکو وژل، ټپي کول او تښتول؛ او د تعلیم پر ضد ګواښونه د ماشومانو د ټول نسل هیلې او خوبونه له منځه وړي.»
یونسیف له ښوونځیو څخه د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو د مرکزونو په توګه په کار اخیستلو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تېر کال پر یو شمېر ښوونځیو په همدې خاطر بریدونه وشول.
د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره وايي، د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ نژدې ۳ ملیونه او ۷ لکه افغان زده کوونکي ښوونځیو ته نه ځي.
یونسیف د ناامنۍ ترڅنګ، بېوزلي او په تعلیم کې له نجونو سره تبعیض له تعلیم څخه د ۶۰ سلنې افغان ماشومانو د بې برخې کېدو سبب بولي.
د ملګروملتو له شمېرنو سره سم تېر کال (۲۰۱۸) په افغانستان کې ۳۸۰۴ ملکي وګړي ووژل شول چې تر ۹۰۰ ډېر یې ماشومان ول.
همداراز په ۲۰۱۸ کې ۷۱۸۹ ملکیان ټپیان شوي دي.