تاند- د ملګروملتو د تازه راپور له مخې د افغانستان په جنګ ځپلیو سیمو کې په سلو کې ۴۰ ماشومان له زده کړو او تعلیمه بې برخې دي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف وویل، په څلورو کې څه باندې یوه برخه افغان ماشومان، چې په ناامنو سیمو کې اوسي، له تعلمیه بې برخې دي.

یونسیف وايي چې افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د تعلیم په برخه څلورم ناامنه هیواد دی.

د دې ادارې په وینا د نړۍ په ۲۲ هیوادونو کې د ښوونځي د دورې ۲۴ ملیونه ماشومان د جګړې له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې چې د جنوبي سوډان په سلو کې ۵۱ ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او دا هیواد د ماشومانو د زده کړو د محرومیت په برخه کې په نړۍ کې لومړی مقام لري.

په نایجریا کې ۴۷ فیصده، په سوډان کې ۴۱ فیصده او په افغانستان کې ۴۰ فیصده ماشومان د زده کړو له حقه محروم کړای شوي دي.

د افغانستان په مرکزي او شمالي برخو کې ښوونځیو ته د زیات شمېر ماشومانو تګ مرسته کړې چې له تعلیمه د ماشومانو د محرومیت له نظره افغانستان په نړۍ کې څلورم شي کني د افغانستان په ډېرو جنوبي او شرقي سیمو کې له ۷۰ تر ۸۰ فیصده ماشومان له تعلیمه بې برخې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *