ولسمشرکرزي چین ته د خپل څلورورځیني رسمي سفرپیل د یکشنبې پرورځ وکړ او ورسره سم یې د خپلو پخوانیو بهرنیو سفرونو په شان فرمان صادر کړ،چې د ده تر راتګه به د ده لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه هم مسولیتونه او صلاحیتونه ولري.

د همدې سفر د پیل پرورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف په کابل کې د افغانستان،پاکستان او ایساف په ګډه درې اړخیزه پوځي غونډه کې د ګډون په هدف کابل ته راورسید او له ښاغلي قانوني سره یې د یوه پلاوي په مشرۍ وکتل.

دا لیدنه د هېواد په سویل کندهارولایت کې د معروف ولسوالۍ پرخاورې د پاکستاني پوځ د مخکې راتلو او دغه راز پرختیځ ولایت د یاد شوي پوځ د توغندیزو بریدونو د بیا پیلیدو او دوام له خبرونو سره هم مهاله و.

په دغه لیدنه کې ښاغلي قانوني د حکومتي رسنیو د خبرله مخې له پاکستاني لوري څخه غوښتي،چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت او شته ستونزو د حل لپاره جدي او دوستانه خبرې په کار دي.

ښاغلي قانوني دغه راز په دغه لیدنه کې ویلي:(( دواړه هيوادونه د افغانستان اسلامي جمهوريت او د پاکستان اسلامي جمهوريت په خپلوکې په اوسنيو پراخو مشترکاتو سره د تروريزم په نامه ګډ دښمن هم لري؛ ضروري ده چې له دغه چلنج سره دمقابلې لپاره له يوبل سره جدي او رغنده خبرې هم ولري)).

 د ښاغلي قانوني دا خبرې او عمل د ده او ورپورې منسوبې ډلې له مخکینیو نیوکو،شکایتونو او غوښتنو سره چې د پاکستان په اړه یې لرلې او تل یې افغان حکومت او شخصاً ولسمشرکرزی پرې غندلو،خورا متضادې او د پوښتنې وړ دي.

د ترهګرۍ په اړه د نظربدلون

ښاغلی قانوني چې د نظارشورا له مخکښو او اساسي غړو څخه دی،د دغې ډلې د زیاتو نورو غړو په شان ډېرکله هغه مهال په رسنیو کې لیدل شوی،چې افغان حکومت او شخصاً ولسمشرکرزی یې د پاکستان په اړه د واضح،مسولانه او باثباته دریځ په نه لرلو تورن کړی دی.

دا نیوکې به ممکن پرځای هم وې،خو د بحث وړ موضوع دا ده،چې ولې ښاغلی قانوني د خپلې زیاتې کارونکې اصطلاح(دولت مردان) له هېرولو سره نن د یاد شوي هېواد په اړه خپل دریځ بدل کړی.

نه یوازې ښاغلی قانوني؛بلکې د نظار جنګي شورا بل مشهور غړی او مخکینی ویاند ‌‌ډاکټرعبدالله عبدالله چې اوس به د ولسمشرۍ ټاکنوپه دویم پړاو کې له ډاکټراشرف غني سره سیالي کوي،هغه هم د پخواني شورماشور خلاف یې چې د پاکستان په اړه به یې کاوه،اوس تر‌ډېره چوپه خوله او په مختلفو بڼو له پاکستان سره په اړیکو کې د شین څراغ ښودلو هڅې کوي.

نظار شورا،چې ډېرکله یې موقف ګیرۍ د دغې ډلې له ورځینو ګټو او مصلحتونو څخه سرچینه اخیستې،د پاکستان په اړه وروستي دریځونه،خاموشۍ او حتی ورسره د پټو معاملو خبرونه یې ټول د پوښتنې،ملاحظې او ژورو شکونو وړ دي.

د دغې شورا په اړه وېل کیږي،چې د ځینو نورو سازشونو په دوام یې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیکو ګټو د خوندي ساتلو مسولیت اخیستی او له پاکستان څخه یې ژمنه اخیستې،چې هغه هېواد به له هرې ممکنې لارې د افغانستان په دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې د دغې جنګي ډلې د نوماند ډاکټرعبدالله د بریالیتوب هڅې کوي.

همدا سبب به وي،چې پاکستاني رسنیو د ښاغلي عبدالله په ګټه د نورو تبلیغاتو په دوام له څو ورځو راهیسې د خپلو رسمي چارواکو له خولې هغه د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته ترډاکټراشرف غني غوره او پخپله سلیقه برابر نوماند ګڼلی دی.

د نظارشورا دې بدلیدو ته په کتوسره حتمي ده،چې بیا بیا به دا ډله د خپلو محدودو ګټو د خوندیتوب لپاره پرلویو ملي مسلو خاموشي،سودا بازي او مصلحت پالنه کوي.

د ښاغلي قانوني وروستۍ خبرې،چې مخکې یې پاکستان د ترهګرۍ تولیدونکی او ځاله ګڼله او اوس یې ترهګري افغانستان او پاکستان ته شریک دښمن یانې یو درېیمګړی اړخ یاد کړی،د دې خبرې ښه مثال دی.

چې داسې ده،ښه به وي،چې افغانان نور پردغسې ازمایل شویو ډلو بیا باور ونه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې ورسره دې عملونو ته یې په کتوسره د جدي برخورد له لارې د دغسې ډلو له شراو واکمنۍ څخه ځان خلاص کړي.

0 thoughts on “یونس قانوني؛ د پاکستان په اړه له نیوکو ترعمله پورې/ ارشاد رغاند”
  1. دظاهرشاه دبا جاهي به دوران كي يو دكروال ته دجنرالي دور كولو وعده وركرل شوي وه دوه كاله به دي وعده تير شو دا دكروال صاحب دا دوه كا له د فشاربه مرض اخته شو هره ورخ به داكتر ورتلو د ده فشار به ي ليده لازمه ا دويه به ورته توصيه كوله معمول به توكه يوما ز ديكر جه دقومانداني خواته ور روان وه كله جه قومانان داكتر وليد ور بأندي زغ وكر جه داكتر صاحب رخصت يء زه جور شؤم داكتر حيران شو تبوس ي وكر خه خبره ده جا ورته وويل جه قو مانان صاحب ته تليفون راغي جه سبا دجشن ورخ ده خانته جنرالي دري شي جوره كره جنرال شوي يء نو قوماندان صاحب مرض تر جنرالي رتبي بوري ترلي وه.
    دقانونى صاحب نيوكي هم تر جوكي دلاس ته رابور لو بوري وه بله داجه كومي وعدي او حمايه كيري دباكستيانانو جه عبدالله ته وركرل شوي قانوني صاحب دعبدالله جان شرعي مدافع وكيل دي باكستينانو ورته ستركي ور بتي كري او خله ي ورترلي د نيوكو به خاي أوس مشتركي اريكي لري دادي زمونز سياست مدار مبارزين به عوض ددي جه وطن او خلكوته خدمت وكري وطن او خلك يو خاي خرخوي،وبه كورو جه نور به خه به دي معصوم ملت راولي

  2. حا فظ واېې چې

    همه کارم ز خود کامي به بد نامي کشيد اخر نهان کې ماند رازې کزو سازند محفل ها
    په افغانستان کې له بده مرغه د بن له معاهدې وروسته داسې حالت را مخ ته شو چې واېې له نشتو مېړو ملک شو ميرو. قانوني هم يو له دغو ميرو ګانو څخه دى .د سهامي شرکت غړي دومره ډير دى چې يو ېې ځي بل ېې راځي.په سياسي لحاظ قانوني ته ګورى او دافغانستان ملي زعامت له دې اخوا دده په تيره وينا کې دومره خودکفاېې وستيل شوه چې يا کوڼ ده نه اوري او يا په سترګو ړوند د هېواد کونډي، يتيمان ،بې کوره ،او په تيره بيا د ملت ټولې لانجي ن، فساد او تور مارکيټ رشاد رغاند ډير مهمو ټکو ته اشاره کړي خو تر ډيره حده پورې زموږ ولس ازمويلي لا ازمايي او په هم دې ډول انسانو پسې منډې وهي چې غټ مثال د ولس مشري کانديد عبدالله دى
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *