ولسمشر حامد کرزي، محمد یونس قانوني چې په روانو انتخاباتو کې د ډاکتر عبدالله عبدالله تر ټولو نږدې ملګری او کمپاینر و، د ولسمشرۍ د لومړۍ مرستیالۍ لپاره مناسب وباله. دا چې ولسمشر حامد کرزي ولې د انتخاباتي کمپاینونو په خورا حساسو ورځو کې  یونس قانوني مرستیالۍ ته غوره کړی دی، خپل کار او قانوني صلاحیت یې دی. د اساسي قانون له حکم سره سم، د ولسمشر د مرستیال د وفات په حالت کې ولسمشر کولای شي چې یو بل کس مرستیالۍ ته غوره او ولسي جرګې ته د تایید لپاره وړاندې کړي.

 د ملت لپاره مهمه خبره دا ده چې محمد یونس قانوني که د ولسي جرګې له خوا تاییدېږي او د لومړي معاونیت مقام تر لاسه کوي نو خپلې پرونۍ هڅې به په ټپه دروي او له کمپاینه به لاس اخلي. دغه راز له یو اړخیزې خواخوږۍ به هم لاس اخلي ځکه نور به نو د ټول دولت مرستیال وي، نه د یوه کاندید د انتخاباتي هڅو مرستندوی یا د یوه تنظیم د ګټو مدافع.

 په تېرو ورځو کې چې په کندهار کې د یوه کاندید لپاره غونډه وه، په رسنیو کې ډېرې نیوکې ورباندې وشوې او ویپاڼو او اجتماعي رسنیو د هغې په باره کې ډېر تصویرونه او زیاتې تبصرې خپرې کړې. په دغو تصویرونو، ویدیوګانو او رپورټونو کې له ورایه ښکارېدل چې دولتي ادارې او ځایي مقامات په کمپاین کې او د خاص کاندید د غونډې په جوړولو کې فعاله ونډه اخلي. که څه هم دا د هر هېواد په انتخاباتی کمپاینونو کې وینو چې رقیبې خواوې په یو بل تورونه لګوي خو کله چې اسناد موثق وي بیا نو طبعا شکونه زېږي، اعتراضونه راولاړېږي او جنجالونه پیدا کېږي.

 اوس چې له خیره سره یونس قانوني هم د دولت دویم نمبر عالي مقام تر لاسه کوي، دا اندېښنه طبعا زیاتېږي چې په انتخاباتو کې دولتی لاسوهنې زیاتې او پراخې نه شي.

 په تېرو دورو کې که په انتخاباتو کې هر ډول نیمګړتیاوې وې خو نړیوالې ټولنې په افغانستان کې پراخ حضور درلود او خبره یې ورانېدا ته نه پرېښوده خو دا ځل چې د انتخاباتو او بلکې ټول هېواد چارې پخپله افغانانو ته ورپاتې دي نو که خدای مکړه داسې احساس شي چې دولت بې طرفه نه دی، د جدي جنجالونو د راپیدا کېدو احتمال خورا زیاتېږي.

 د ولسمشر حامد کرزي لپاره به دا لوی ویاړ وي چې د ده په مشرۍ دولت په انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي او افغانستان د خپل تاریخ یوه نوي دوران ته  په کامیابۍ سره رهبري کړي.

 له انتخاباتو  څخه وروسته دوران ته ځکه د افغانستان د تاریخ یو نوی پړاو ویلی شو چې دا به اول ځل وی چې په دموکراتیکه طریقه او د خلکو د عمومي رایو له لارې به یوه نوي کس ته واک لېږدول کېږي. دغه راز نوی ولسمشر به په داسې شرایطو کې واک تر لاسه کوي چې خارجي عسکر به تر ډېره حده وتلي او د وتلو لړۍ به یې په راتلونکو میاشتو کې په چټکۍ سره سر ته رسېږي.

 د افغانستان نوی ولسمشر نه یوازې باید ښه پلان، ښه تدبیر او ښه اداره ولري چې د هېواد توفاني بېړۍ د امن ساحل ته ورسوي بلکې دې ته هم اړتیا لري چې قدرت ته د رسېدو طریقه یې د منلو وړ وي. په اوسنۍ زمانه کې چې د ټکنالوژي د انکشاف په برکت هیڅ شی نه پټېږي او په کندهار کې د کاندید د غونډې په شان اسناد په اسانۍ سره برابرېدلای شي، نو که په دولت کې هر لوری او هر مقام په انتخاباتو کې د مداخلې هوس وکړي، نه یوازې به خپله بدنام شي بلکې هېواد ته به هم زیات جنجالونه جوړ کړي.

 د حمل د شپاړلسمې نېټې د انتخاباتو شفافیت او مشروعیت د هېواد د راتلونکو کلونو د ثبات لپاره تر ټولو ضروري  شرط دی. دغه مشروعیت او شفافیت ته د رسېدو لپاره باید هم دولت او هم کاندیدان په شریکه کار وکړي او دغه راز له ولسه غوښتنه کېږي چې تر بل هر وخت زیات بېدار واوسي او په هر ځای کې چې په انتخاباتو کې نامشروع مداخله کېږي، اسناد یې راټول کړي.

 اوس چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په اصطلاح ښی وزر دې ته  تیار شوی دی چې په اوسني دولت کې د ولسمشر حامد کرزي مرستیالي ومني، نو له دغه ټیمه هم تر دې وروسته لا زیاته توقع کېږي چې له دولتي امکاناتو څخه د ځان په ګټه استفاده ونه کړي.

 په تېرو څو اونیو کې انتخاباتي مبارزو تر ډېره حده معلومه کړې ده چې خلک څوک غواړي او په کوم ټیم باندې زیات باور کوي. نه لمر په ګوتو پټېږي او نه د افغانستان اوسني سیاسي واقعیتونه او انتخاباتي وضعیت د چا له سترګو پټ پاتېدای شي. د دولت او ټولو ټیمونو لپاره د کامیابۍ لاره او د عزت لاره دا ده چې ازادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو ته غاړه کېږدي. خلک تحول غواړي او پخوانو متل کړی دی چې د خلکو زور د خدای زور. د تاریخ له ارادې سره مخالفت بې ګټې کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *