تاند(دوشنبه، د میزان ۱) ادعا کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مرستیال او د جمعیت ګوند غړي د نیم ساعت لپاره له ولسمشر غني سره وکتل او د پنځه لکه ډالرو په مقابل کې یې له دولت ساز ټیم سره د یو ځای کېدو وړاندیز وکړ، خو د دولت ساز ټیم رئیس او برحاله ولسمشر غني ورته ورته ویلي، د ملي مشارکت پر اساس به پخپل ټیم کې ورته ځای ورکړي، خو نغدي معامله نشي کولی.

په ارګ کې یوې سرچینې تاند ته وویل، یونس قانوني دولت ساز ټیم ته ویلي، د پنځه لکه ډالرو په مقابل کې درته شاوخوا نږدې یو میلیون رایه راوړم، خو دولت ساز ټیم ورسره نه ده منلې.

د یادې سرچینې په وینا، د جمعیت ګوند یو بل غړي او په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي واقف حکیمي هم د پنځه لکه ډالرو غوښتنه کړې، خو دولت ساز ټیم نه ده منلې. سرچینه وايي: ((د محمد حنیف اتمر او د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټيم یو شمېر مخکښو څېرو د پیسو په بدل کې له دولت ساز سره د یو ځای کېدو وړاندیزونه کړي، خو د دولت ساز ټیم له لوري رد شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د یونس قانوني په ګډون یو شمېر نور سیاسیون چې په ټاکنیزو ټیمونو کې د خپلې خوښې څوکۍ نه ده موندلې، نن د دوشنبې په ورځ د کرزي په کور کې راټول شوي وو او له ټاکنو سره د بایکاټ خبرداری یې ورکړی دی.

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *