تاند- یونس قانوني، چې د قسیم فهیم له مړینې وروسته د افغانستان د ولسمشرۍ لومړی مرستیال ټاکل شوی، وايي چې د طالب بندیانو د خوشي کېدو مخالف دی.
ښاغلي قانوني د جمعې په ورځ د کابل ایمرجنسي روغتون ته لاړ او د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ټپیانو حال یې واخیست.
په همدې ورځ ولسمشر کرزی اورګون ته لاړ او د پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره یې له نژدې غمرازي وکړه او مرستې یې اعلان کړې.
ښاغلي قانوني وویل چې خوشي شوي طالبان بېرته د جنګ جبهې ته ځي او تر پخوا لا زیات جنایتونه کوي چې د اورګون غمیزه یې یوه بېلګه ده.
د وروستیو راپورونو له مخې د اورګون په وحشیانه حمله کې ۱۰۷ تنه وژل شوي او تقریباً همدومره نور ژوبل شوي دي.
د پکتیکا ولایت خلک وايي چې امنیتي چارواکي د دې لپاره چې ملامت نه شي هڅه کوي چې د مرګ ژوبلو شمېر لږ وښيي.
ښاغلي قانوني وویل چې د اورګون حمله حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په مرسته کړې ده.
افغان امنیتي ځواکونه په یوه موټر کې د دومره زیاتو او قوي چاودېدونکو موادو یوځای کېدا د طالبانو له توانه لوړه بولي او وايي چې دا کار حتماً د آی ایس آی په مرسته شوی دی. دا هغه مسله ده چې د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال هم ورته اشاره کوي.
په دې برید کې ګڼ شمېر دوکانونه، او کورونه هم نړېدلي او د ولسوالۍ جامع جومات زیانمن شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو د ځانمرګي موټر پېژندلی و او هغه یې تعقیباوه خو کله چې ځانمرګی په ځان پوی شو موټر ته یې چاودنه ورکړه.
البته دانفيجارات جناب قانونی ستاسودکړو دلاس برکت دی تاسو که قانونيت پر شخسی منافع وړاندی بليلای وای نو تاليبانو به څه کول دا ستادجمعيت ميراثخوره وه او دی چی فقط دمقام،پيسو،زوراوری له برکته،چي ملی پوځ مو د خپلو پنجابي بادارانو په قومانده ړنګ اوټولی وسلی ستاسو دجمعيت اوشورای نظار په وسيله پر پنجابينو و پلورلی او دا وسلی بيرته داطالبو نا مسلمانوپه لاس ورکړی چه نن زموږ بی دفاع ولس پری وژنی ولی درښتياويلو څخه ويره لری کنه تاسو خو سر زوری او زوراور يست،دخپل بام واوری پر بل اچوی تاسو تر اوسه دحقيقت په وړاندی نياست ولاړ دا ورځ انشالا راتلونکی ده،چی تاسی غوندی ميراث خور به دټولوخلکو نفرين شی زم خبری دحقيقت په ځير ستا شايد خوښی نه شی ځه وکړو دا ځرګند حقيت دی
Da hartse de Abdulla Gulmarjaan de taqwiye le para de shorai nizar pe mresta chey Qanuni beyqanuna ye gherhai dai, de doi de badaar ISI le khwa keygi. Os ules rhund ne dai chey pe dey lobo chey de melat saruna khweri, poh ne shi.
قانوني صاحب ؟
دزره دكومي به دا خبره وكرم ،دورستيو حالاتو، داوركون د (. ١٠٧ )نفرو اصلي قاتل ته ، عبدالله ، صالح او عطا محمد نوردي دباكستان استخباراتو ستاسي سره به بلان شوي عمل إنجام شوي خرنكه جه دامريكا سياسي موضوعات انكليس طرحه كوي دعبدالله تول بلانونه ستا طرحه ده .
ته دانكليسانو يوه بخه خيره ءي دعبدالله دباره لطفاء دخداي دباره دورور وزني أونور فسق او فساد خخه لاس بر دارشه بر يز ده جه افغانان به صلح او آرامي كي زوند وكري نه ستا به خبرو خوك غوليزي اونه ستا به عمل دخلكو منخ كي يوه منفوره خيره ءي
جناب قانونی صاحب زمونږ سلامونه ومنی.
کیدای شی ځینی طالبان واقعا مضر او وطن پلورونکی وی او د دوی لاسونه به زمونږ دبیګناه خلکو په وینو سره وی. د ښو او بدو خلکو تفکیک باید وشی. لکه چی ستاسو په جمعیت او شورای نظار کی هم ښه او بد خلک شته.
په هغه وخت کی چی د طالبانو منفور رژیم سقوط وکړ ، ستاسو د ملګرو له خوا ډیر بیګناه خلک د طالب په تهمت ووژل شول، ځینی نور یی بندیان شول اوبیرحمانه شکنجه شول. کوم کسان چی د طالب په نوم محابسو کی ساتل کیدل او په هغوی د اتهام ثبوت پیدانشو نو ساتل یی خپله جرم دی.
د اسلام د مبارک دین په رڼا کی سوله ، عفو او بخښل یو نیک کار دی. ممکن یو انسان د پردیو او مغرضو کسانو له خوا غولول شوی وی او دومره دپردیو د تبلیغاتو تر تاثیر لاندی راغلی وی چی دی آماده وی خپل ځان ووژنی او نور هم شهیدان کړی. کله چی له هغوی سره سم کار وشی ، هغه به حقانیت درک کړی او په خپلو تیرو ګناهونو به اعتراف او توبه اوندامت وکړی . انسان تغییر منونکی دی.
ښه به دا وی چی ټول هغه کسان چی زمونږ اوتاسو په ګډ هیواد کی ژوند کوی ، افغانان وبولو او دوی ته مساوی حقوق ورکړو او د جنګ او ورور وژنی پرځای سولی ، وروری ، انسانیت او واقعی اسلام ته راوبولو.
خپل ګناه څوک نه وینی خپل عیب څوک نه وایی نو قانونی دکرزی صیب فرمایش وو دوی ابدی …………………….دښمن دی