یونس قانوني

تاند- د جمعیت ګوند یو مشر او د ولسمشر پخوانی مرستیال یونس قانوني وايي، سره له دې چې د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر د دوی ټولې غوښتنې مني، لا یې هم د نوموړي د مرستیالۍ د منلو لپاره وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د قانوني په خبرو کې، چې ځینو رسنیو ته په لاس ورغلې، داسې ښکاري چې په جمعیت ګوند کې اختلاف دی او له همدې کبله دی بیا بیا وايي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې وروستۍ پرېکړه نه کوي.

د راپورونو له مخې محمد یونس قانوني به د حنیف اتمر د لومړي مرستیال او محمد محقق به د دوهم مرستیال په توګه کاندید شي.

خو قانوني وايي چې ښاغلي اتمر ورسره منلې چې د ولسمشر واک به کمېږي، ولسمشر به درې مرستیالان لري، د صدارت چوکۍ به ایجادېږي، قیادي شورا به رامنځته کېږي او والیان به نیمه انتخابي وي.

یونس قانوني، چې د حامد کرزي د واک په دوره کې د ولسي جرګې ريیس او د قسیم فهیم له مړینې وروسته د لنډې مودې لپاره د ولسمشر لومړی مرستیال و، حنیف اتمر او اشرف غني دوه اصلي کاندیدان بولي او وايي چې اشرف غني د دوی یادې غوښتنې نه مني خو اتمر دا ټولې عوښتنې مني.

قانوني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله تورنوي چې صلاح الدین رباني یې د ولسمشر غني ملګری کړی دی.

دی همداراز پر ولسمشر غني تور لګوي چې په تاجک قوم کې یې اختلاف رامنځته کړی دی.

قانوني یادونه کوي چې عطامحمد نور، اسماعیل خان، او بسم الله محمدي ته مهمه دا نه ده چې ولسمشر څوک وي، مهمه دا ده چې د دولت په جوړښت کې بدلون راوړل شي او واک ووېشل شي.

قانوني په خپلو خبرو کې وايي چې د ولسمشرۍ چوکۍ دوی (تاجک قوم) ته نه رسېږي نو غوره بولي چې په سیستم کې بدلون راوړل شي.

«موږ ته که په جوړښت (د حکومت) کې بدلون را نه شي مرستیالي هیڅ معنا نه لري، ریاست خو موږ ته نه رارسېږي، په دې دور کې باید زموږ ستراتیژیک هدف دا وي چې جوړښت له ریاستي څخه نیمه ریاستي ته بدل شي؛ یعني ولسمشر ۳ مرستیالان ولري، اجراییه ریاست پر صدارت تبدیل شي، د صدارت صلاحیتونه په ټولو چارو کې مشخص شي، والیان نیمه انتخابي شي او یوه عالي مشورتي شورا جوړه شي چې ټول مشران په هغې کې شامل وي. دا څلور وړاندیزونه مو وکړل او د جمعیت ګوند د سیاسي پروګرام په توګه مو وړاندې کړل چې که هر کاندید ورسره موافقه وکړي د هغه به ملاتړ کوو.»

قانوني سره له دې چې ټینګار کوي چې له دې طرحې سره د موافق کاندید ملاتړ کوي، وايي چې د دې ترڅنګ به د ولسمشرۍ لپاره د جهاد او مقاومت (جمعیت) جلا کاندید هم دروي او احمدولي مسعود ځان کاندید کړی چې جمعیت یې ملاتړ کوي.

4 thoughts on “یونس قانوني وايي، اتمر ورسره پر نیمه ریاستي سیستم موافقه کړې”
  1. نه دا اختلاف نده بلکه هوښیاری ده:

    . احمد ولی مسعود یې کاندید کړې چې په هغه صورت کې سل فیصده مفاد اخلی که ګټونکی شی۱
    ۲. له اشرف غنی سره هم د عبدالله عبدالله او صلاح الدین په صورت کې یې ځان شریک کړۍ ترڅو ریاست اجرایه ژوندۍ وی او یا ددوی معاون ورسره وي ځ (۵۰٪ واک به یې ژوندۍ وي) که تیر ځل که ریاست اجرایه نه وه رامنځ ته شوۍ دوی منزوي کیدل.
    ۳. له حنیف اتمر سره هم ولاړ دی چې ۷۰٪ فیصده واک خپل کړي

    پښتانه د ګرځی په حورو، جنت، ثواب، جهاد، مدرسه، او جومات پسې آخره نتیجه یې دا چې لورګانې به په پیسو خرڅوي او خپل خلک به وژنی چې خدای خوشحاله کړي (تباه او برباد به وي)

  2. فکر نمیکنم که آقای اتمر صیب ساده شود ودر حَلق این مُرده های سیاسی آب حیات بریزد

  3. .
    د نوموړی لدی خبروداسی ښکاری چی غواړید کوم بل چا لپاره کمپاین کوی اود اتمر توله سپکه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *