تاند- د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال یونس قانوني، چې د ډاکتر عبدالله عبدالله په انتخاباتي ټیم کې شامل دی، وايي د دې لپاره چې هیڅ کاندید د ماتې احساس ونه کړي، ټولو ته به په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړای شي.

ښاغلي قانوني ټینګار کړی، هڅې کېږي چې د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته کاندیدان تفاهم او جوړجاړي ته ورسېږي.

ښاغلي قانوني په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل:«موږ هڅه کوو چې د انتخاباتو د پایلو له اعلانه وروسته په راتلونکي حکومت کې د تفاهم په نتیجه کې د ولسمشرۍ د ټولو کاندیدانو ګډون ممکن شي او په هغه کې څوک ماته او ناکامي احساس نه کړي.»

د ښاغلي قانوني دا څرګندونې د ډاکتر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم له مخالفت سره مخامخ شوې.

د ښاغلي غني د انتخاباتي کمېټې یوه ویندوی او غړي صدیق پتمن وویل چې د حکومت دا ډول «فرمایشونه» د منلو نه دي.

پتمن زیاته کړه:«د افغانستان د حکومت دنده دا ده چې انتخابات وکړي او پایلې یې په شفاف ډول اعلان کړي، هر کاندید چې انتخابات وګټل په خپله به پرېکړه وکړي چې څه باید وکړي.»

خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي کمېټې د یونس قانوني له څرګندونو سره موافقه وښوده.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي مجیب الرحمن رحیمي 1 تلویزیون ته وویل:«خلکو ته زموږ ډاډ دا دی چې زموږ حکومت به انحصاري نه وي او د افغانستان د ودانولو لپاره به ټول استعدادونه پکې شامل وي.»

د ولسي جرګې ځینو غړیو هم د یونس قانوني پر څرګندونو متفاوت غبرګونونه وښودل.

د دایکنډي وکیل اسد الله سعادتي، چې ویل کېږي د ډاکتر غني ملاتړ کوي، وویل چې د اوسني حکومت په غوښتنه د مشارکتي حکومت جوړول ښايي مثبت کار نه وي او که داسي وشي پر انتخاباتو به د خلکو باور ختم شي.

خو د ولسي جرګې یوه بل غړي میرداد نجرابي، چې عبدالله عبدالله ته تمایل لري، وویل چې که مشارکت د لیاقت او مسلکي توب پر اساس وي ورسره موافق دی.

7 thoughts on “یونس قانوني وايي هڅه کوي چې د ملي مشارکت حکومت جوړ شي”
  1. که چيرته مشارکتي حکومت جوړونه وي نو بيا انتخاباتو ته څه ضرورت وو؟ وولس د کانديدانو تګلارې / پاليسی او برنامی ته رايه ورکړی ده. وولس نور د اچارو په شان مکس او فاسد حکومت نه غواړې. باېد د وولس رايو ته احترام وشي او په ديموکراتيکه توګه واک خپل حقدار ته وسپارل شي. حکومت بايد نور ميراثي نه وي او د استعداد په بنياد باندی نوی حکوت جوړ شي.

  2. د مشارکت او دموکراسی ترمنځ ډیر توپیر شته. په دموکراسی او انتخاباتی سیستم کی یو ګوند یا انتخاباتی اییتلاف یی ګټی او بل جهت یی بایلی اوپه اپوزیسیون کی پاته کیږی. که څوک یی بایلی نو باید د ناکامی احساس هم پر ځان قبول کړی. ترټولو مهمه د خلکو رایی او اراده ده نه د چا د ناکامی احساس. د خلکو ارادی ته باید احترام وشی. د پنځو یا لسو سیاست والو زړونه مهم نه دی د ټول ملت زړونو ته باید ارزښت ورکړل شی. په مشارکتونو کی ناکام وزیران د دفاع او باندنیو چارو وزیرانو په حیث تعیینیږی او د هیواد سفارتونه د سهم په اساس بی کفایته کسانو ته رسیږی چی بی له مزو چړچو او یا یو بل ته دسیسو جوړولو بل کار به نه لری.
    ښه به دا وی چی صرف یو بریالی کاندید حکومت جوړ کړی او هغه به په راتلونکو پنځو کلونو کی ملت ته مسوول وی. راځی داځل له اساسی قانون سره سم یو حکومت جوړکړو او د اشخاصو له خفګان نه تیر شو.

  3. دې جناب ته دا حق چا ورکړی؟ د خلکو د رایو حق یوازې او یوازې خلک لري . نور نو د ملي مشارکت تر نامه لاندې له حکومته سهامي شرکت جوړولو دوران تیر دی او زاړه غویان دې د کونجارې خوبونه نه ویني. داسې خبرې د ملت په اراده ملنډې وهل دي او شمال ټلوالې چې د جهاد ارزښت په روبلو وتله نو هرې سپیتانې ته بډ وهلې ولاړه ده. خو نور دوی د کړنګ پر سر ولاړ دي او نږدې ده چې له خیره سره د ناروا واک لمن یې ټوله شي.

  4. که مونږ د جوړ جاړی حکومت جوړولو نو بیا دا ټاکنی د څه له پاره وی او دا دومره لګښتونه ده څه لپاره وه او زمونږ د خلکو ژوند چی له ګواښ سره مخ وه دا ټول بی ګټی وه . په میلیونو ډالر مو مصرف کړل زمونږ دا اقتصادی وضیعت ته وګوری . زما په اند دا به هیڅ افغان ته د منلو وړ نه وی مونږ هغه څوک غواړو چی ورته مو رایه وړکړی نور دغلو او لوټ مارانو په لاس خپل راتلونکی نه سپارو

  5. د افغانستان د نژدی اوو میلیونو خلکو اراده د قانونی په بلا خو د ده دملګرو سهامی شرکت باید تل تر تله برقرار وی. اوس معلومه شوه چی کرزی هسی د نانځکی په شان د نظار شورایانو په لاس کی یوه آله ده او بس. کرزی نور د افغانستان په سیاست کی ځای نه لری اوباید چی ملت د خیانت په تور محاکمه شی.

  6. حکومت به هغه څوک جوړوي چې ټاکنې یي ګټلې وي او که داسې ونه شي نو د ټاکنو اهمیت به له مینځه ولاړ شي او په راتلونکې کې به بیا هیڅوک په ټاکنو کې ګډون ونکړي. نو غوره به داوي چې ګټوونکي ډله که هغه هر څوک وي باید خپل حکومت پخپله خوښه جوړ کړي خو حکومت به داسي وي چې کار اهل کار ته وسپارل شي نه داسې چې بیا قدرت بیسواده خلکو ته وسپارل شي او هیواد یو ځل بیا د بحران خواته بوځي. حکومت به ګټوونکی ټیم ټاکي خو چارې به اهل کار ته سپاري.

    په درنښت

    نور

  7. د نظار شورا چې د کرزي په حکومت کې یې په ټول افغانستان کې واک ترلاسه کړی او فسادونو ته یې لمن وهلې ده اوس ځان د ماتې په درشل کې ویني نو ولس نه مشر حامد کرزی چې هم د دغه شورا د لوړ رتبه چارواکو څخه دی د غني کامیابی ته حیران دی دوي کوښښ کوي چې په راتلونکي دولت کې ځانته ځای پیدا کړي مونږ هغه چاته په خپل حکومت کې د کار کولو لبیک وايو چې په جنایاتو مرتکب نه وي او د ښه استعداد خاوند وي مونږ انحصاري دولت په هیڅ وخت نه غواړو خو د کرزي د حکومت په شان فاسد حکومت هم نشو زغملای ډاکتر صاحب اشرف غني بابا هیڅکله هم نه دي ویلي چې انحصاري حکومت به جوړوي اما هغه د مشارکت خلاف دی چې دا یواځې د ډاکتر غني نظر نه بلکې د افغان ولس نظر دی که د کرزي حکومت د مشارکت غوښتنه کوله نو ولې زمونږ بې ګناه فوځیان او پولیس د ټاکنو په ورځ قرباني شول کرزی او د ده ټیم زمونږ د دغه شهیدانو کورنیو ته څه جواب ورکوي مونږ افغانان چې په دې حساس او خطرناک وخت کې چې طالبان راته کوته په ماشه د کور په مخ ناست او مونږ رایو ته روان ؤ که ملي مشارکت کیده ولې مونږ د خپل حکومت لخوا د داسې خطرونو سره مخامخ شو په هغه وخت یې ولې مشارکت نه کاوه اوس چې ځان د ماتې په کنده کی ویني نو دې کار ته یې لمن وهلې ده زه بیا هم وایم که د ولس په رایو لوبې وشي دولت به د داسې خطراتو سره مخامخ شي او دومره تاوان به وویني چې کرزی او د ده ټیم خو لاڅه چې نړۍ به یې د جبران توان ونلري
    کرزیه تاته وایم !د پښتنو د قومونو څخه ۰،۰۰۱ تن درسره مخالفت شروع کړی چغې دې ټوله دونیا اوري څنګه دې ته زړه ښه کوې چې د ټول افغانستان د ولسونو سره ځان لاس او ګریوان کړې د الله نه نه ویریږې ته خو زمونږ د ورونو قاتل یې مونږ خپل ورونه درکړل چې د افغانستان ساتنه وکړي اما ته یې په مخالفینو وژنې دوي یو طالب په ډیره ګرانی سره ونیسي ته یې وبښې هغه بله ورځ زمونږ دغه فوځي ورونو ته ماینونه کیږدي او راته یې شهیدان کړي خپل ګریوان کې سوچ وکړه دا څوک کوي تا دا سهولت نه دی برابر کړی چې مخالفینو ته دې د عفوې په اساس جرئت وربښلی
    که ته مشارکت په غني په جبر هم ومنې ایا ولسونه بیا دغه حکومت مني ایا په نړیواله سطحه مشروعیت لري ایا مخالفینو ته به بل ښه چانس هم ورنکړې چې پرمونږ ملامتیا ووایي او مونږ خپله زمونږ د ګوتو د پرې کولو پریکړه په ځان وکړو ایا اینده به څوک رایې ورکړي څومره خیانت نور له مونږ سره کوې مرګ دې یاد نه دی قبر یاد کړه ،قیامت یاد کړه که زه درڅخه د پوښتنو پیل وکړم نو جواب یې نشې راکولې نو فکر وکړه که الله یې درڅخه وکړي څه به کوې ؟

  8. کرزیه تاته وایم !د پښتنو د قومونو څخه ۰،۰۰۱ تن درسره مخالفت شروع کړی چغې دې ټوله دونیا اوري څنګه دې ته زړه ښه کوې چې د ټول افغانستان د ولسونو سره ځان لاس او ګریوان کړې د الله نه نه ویریږې ته خو زمونږ د ورونو قاتل یې مونږ خپل ورونه درکړل چې د افغانستان ساتنه وکړي اما ته یې په مخالفینو وژنې دوي یو طالب په ډیره ګرانی سره ونیسي ته یې وبښې هغه بله ورځ زمونږ دغه فوځي ورونو ته ماینونه کیږدي او راته یې شهیدان کړي خپل ګریوان کې سوچ وکړه دا څوک کوي تا دا سهولت نه دی برابر کړی چې مخالفینو ته دې د عفوې په اساس جرئت وربښلی
    که ته مشارکت په غني په جبر هم ومنې ایا ولسونه بیا دغه حکومت مني ایا په نړیواله سطحه مشروعیت لري ایا مخالفینو ته به بل ښه چانس هم ورنکړې چې پرمونږ ملامتیا ووایي او مونږ خپله زمونږ د ګوتو د پرې کولو پریکړه په ځان وکړو ایا اینده به څوک رایې ورکړي څومره خیانت نور له مونږ سره کوې مرګ دې یاد نه دی قبر یاد کړه ،قیامت یاد کړه که زه درڅخه د پوښتنو پیل وکړم نو جواب یې نشې راکولې نو فکر وکړه که الله یې درڅخه وکړي څه به کوې ؟

  9. ټولو محترمو لوستونکو ته د سلام او احترام نه وروسته باید ووایم چه د ده خبره دا معنی لری که هر څوک دا اتخابات وګټی نو باید یو سهامی شرکت تری جوړ کړی چه دوی هم غټه ونډه پکښی ولری لکه د کرزی په حکومت کی چه ټول واک او اختیار د دوی دی .

  10. دا قانوني سوگ دي چي زما زما دكورني په رايه به فيصلي كوي،ده خو خپله رايه باطله كره اوس غواري چي زمونگ سپيسلي رايي هم خيرني كري دا پروني مخونه او دا خيرني سيري مونگ نسو زغمي
    دا بدرنگان اوس غواري چي د رايي اچوني سپيسلي پروسه هم په خپلو ناولو كرنو بدرنگه كري
    دا به مونگ هيسكله ونه منو نه منو نه منو

  11. د پښتو متل دی: په ډیرو قصابانو کی غوا مرداریږی. (قصابان یعنی مشارکتی حکومت(

  12. لوبه کرزي روانه کړې ده خو خبره کله د یوه په خوله راوباسي او کله د بل. بدبختانه او بیاهم بدبختانه چې کرزی اوس هم د پښتنو تر منځ قبیلوي روایات پالي اونه پرېږدي چې د اشرف غني له خوا ګټل شوی واک نوموړی ترلاسه کړي چې په دې توګه دغه بدبخته ولسمشر هم پښتانه خرابوي اوهم افغانستان.

  13. د قانونی د خبرو پر اساس چی غواړی دملی جنایتکارانو دمشارکت دولت را ایجاد کړی ، دا تول دامریکا دمتحده ایالتونو مسولیت دئ چی مخه یی ونیسی! اصلاً او پرنسیباً په هغه هیواد کی چی اشغال او ښکیلاک وجود ولری ، هلته دخلکو د اردې ته د احترام او یا درناوې اصلاً وجود نلری ، دافغانستان دانتخاباتو پروسه دا دیر ښه ښیی چی دا تول د انتخاباتو په نوم درامه په یوه استخباراتی پروګرام کی د اشغال د دوام دپاره سنجول شوې توطیی دی، او نن پخوانئ یو بل جنایتکار را پورته کیږی او علناً ادعا کوی چی د جنایتکارانو ملی مشارکت دولت ایجادوی؟؟!! دیره جلبه ده امریکا او ملل متحده هم سپین سترګی د افغان ملت ته ګوری او دخپل جواسیسو په ذریعه خپل دشوم نیت خبری لکه لادسپیکر دخپل جواسیسو له ستونې را باسی!؟ اوس بیا ثابته شوه هغو چی ویل داشغال پر وخت انتخابات غلط دی!؟ رښتیاهم داخبره خپل ځای لری او دا توله دانتخاباتو جعلی پروسه یو فریب او دافغان ملت دپاره د تذویر بل دام وو! تر سو اشغال ته دوام ورکړی

  14. محترم قانوني صاحب ؟
    خبري دي خوري دي مكر عمل كول دي سرجبه دي تا مخكي لدي هم لور و بستو كي كار كري او امتحان دي وركري أوس ستا به خبرو خوك اعتماد نكوي داخكه جه ته دخبل اولسوالي خخه بيرون ونه وتلي او أوس هم عبدالله شاته ولأرءي دغه خبري جه همدا أوس كوي دعبدالله كته دي سنجولي بيا دي خبري كري .
    كه غواري واقعاء خدمت او دخلكو اعتماد حاصل كري. ،زما خواهش دادي
    دي خو دقيقة دباره دي خبل سر ،كريوان ته تيت او خبل وجدان دي قاضي وكرزوه جه تا دخبل ملت سره خومره صداقت اوبه كومه اندازه جفا او خيانت كري كه در ته ثابته شوه جه دخيانت بارا كراف دي لور وو دجنرال دوستم به شان خانته اخلاقي او ملي جرءت وركره دافغان ملت خخه دخبلونا خوالو عفوه وغواره بيا وكوره جه همدا دملت خلك تا به سر كرزوي او كه نه ديوي اولسوالي خخه راووزه يو مملكت ته داخل شه او خدمت وكره د عبدالله شاه بريزده دواقعي خدمتكارانو تر حنك ودريزه
    جلالزوي

  15. ښاغلو او اغلو لوستونکو: دا په نامه قانوني خو په اصل کې ډیر بې قانونه سړی دی. دا هیڅ شرم او حیا نه لری. دا د یوه میاشتی مرستیال له اوسه غواړی چې چوکۍ په کونه وګټډي دوی ته زمونږ او تاسو لیکنې هم معنا نه لري. په دوی هر څه کولئ شې په یوه شرط چې په حکومت کې ورته یوه چوکۍ ورکړې. دی دومره هم د عبدالله عبدالله په غمه کې ندی چې خپل د راتلونکې تشویش ورسره دی چی چوکې له لاسه ورنکړي او که کوم منظم حکومت راشي نو دده سره به هم د پخوانیو ظلمونو حساب کیږي. دی اوس خپل چرت په خیالونو لاهو کړې دی. د کرزي خبره اباد اوسې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *