د شھیم کاکړ یونلیک “څوک په رضا د ملکه نه ځي” چې مې کله ولوست نو دې ته یې اړ کړم چې لیک ورباندې وکړم او د کتاب د لوست سره مینه لرونکي په دې آګاه کړم چې دا یوازي یون لیک نه بلکې د پښتون افغان ملت د هر هغه مزدور داستان دی ، چې خپل وطن خو یې د سرو او سپینو ډک دی خو دی د دښمن د دسيسو او د محکومۍ له لامله په پردې هېوادونو کښې مزدورۍ ته اړ دی.

 شهیم کاکړ پر افغانيت او وطن مین د ږوب د سیمې اوسېدونکی ځوان بااحساسه شاعر او لیکوال دی، چې تر اوسه یې یو د شاعرۍ کتاب د ملګري سره په ګډه “دا دوو زړونو سوغات دی” چاپ شوی دی، بل د شاعرۍ کتاب “ترهېدلې زاڼې راغلې” په نوم چاپ شوی دی، یوه کتابچه یې “د پښتو املا” په نامه چاپ شوې ده او وروستی کتاب یې سفرنامه ده چې ذکر یې روان دی.

 یونلیک په عمومي ډول هغه سيلاني لیکي چې بل هېواد ته د سیاحت دپاره ولاړشي، بیا د هغه هېواد تاريخي، سیاسي، اقتصادي، تهذیبي، مذهبي او علمي مالومات په یو کتاب کښې راغونډ کړي، خو “څوک په رضا له ملکه نه ځي” دا ځانګړتيا لري چې د یو مزدور چې په قاچاقي ډول بهرني وطن (ایران) ته تللی دی، د هغه په غیر رسمي لارو د تللو د خواريو، د پردۍ حکومتونو ورباندې کړل شوو ظلمونو، د نابلده سیمې د وګړو سره د معاملې، د مسافر د پرديسۍ او نوي کلتور سره د بلدتيا داستان دی.

  شھیم په خپل لیک کښې لوستونکی د ځان سره ملګری کړي او لوستونکی داسې احساسوي چې هره شیبه د مسافرۍ په ستړو او زارتکیو کښې د لیکوال سره یو ځای دی او هر څه په خپلو سترګو ویني او د ده هر درد په خپل زړه کښې احساسوي.

په یوه یون لیک کښې د یوه هېواد مجموعي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري مالومات وي، خو په دې یون لیک کښې یوازې په سيستان بلوچستان کښې میشت د بلوڅ قام د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخونه ذکر شوي دي، ولي چې لیکوال یوازې هم د دې سیمې په کلیوالو سیمو کا په مزدور په حیث وخت تېر کړی دی.

شهیم کاکړ په خپل دې یون لیک کښې په ایران کښې د بلوڅ قام د سیاسي، اقتصادي، مذهبي، فرهنګي او ژبني محکومیت انځورګري په ډېره خوندوره توګه کړې ده. د ایران دولت بلوڅ قام د سیاسي شعور څخه لېري ساتلی دی چې سیاسي شعور د نشتون برابر دی او چې کوم ډېر لږ شمیر کسان لږ او ډېر سیاسي شعور لري، هغه د وېري ږغ نه کوي، د اقتصادي فعاليتونه کچه ټيټه ده،  له لامله یې د ځوانانو اکثریت د تریاکو په نشه ککړ دي، البته د ورځني ژوند دپاره یې ځينې اقتصادي مراعات یې ورکړي دي چې ژوند یې هوسا تېريږي، په پایله کښې یې ځان د غلامۍ څخه د خپلواکي شعور د مونده کېدو امکانات یې ټیټ کړي دي.

د ایران دولتي مذهب شعيه اسلام دی او بلوڅ قام د سني اسلام سره تړون لري، ځکه د بلوڅ قام ملايان د سني اسلام د وعظ او ترويج بشپړه خپلواکي نه لري او نه د دې قام دپاره په مورنۍ ژبې بلوڅي د لیک لوست یا په رسنیو کښې د بلوڅي ژبي بندوبست شته ځکه فارسي ژبي او کلتور پر دې قام اغېزه ورځ د بلې پر زياتېدو ده.

 په خپل دې داستان کښې لیکوال د دې سیمو د خلګو د پښتنو مزدورانو سره د سلوک ذکر هم کړی دی چې د ځینو بدخويي خلګو سره سره په مجموعي توګه د بلوڅو رویه ډېر ښه وه خو کله کله به د ایران د عسکرو لخوا بېګار کېدل او بې مزدورۍ به یې کار په کاوه.

 شهیم کاکړ په خپل دې یون لیک کښې یوې ډېرې مهمې نقطې ته یې د لوستونکو پام اړولی دی، د محکومۍ لا لامله د محکومې پښتونخوا ځیني وګړي ځانونه د افغان ملت څخه بېل ګڼي خو د ایران دولت او د خلکو لخوا ټول پښتانه افغانان او پنجابيان پاکستانیان ګڼل کیدل، کوم چې د دې خبري دلالت کوي چې قامونه په زوره تپل شوي کرښې سره بېلولای نه شي.

 کله چې یو پښتون بل هېواد ته ځي نو هغه د پښتانه قام، خپل کلتور او د خپل هېواد استاذی وي، د ده په ښه کار او ښه وضعیت ټول قام په ښه نامه او په ناوړه کار او بد وضعیت ټول قام او هطواد په بد نامه يادېږي. لیکوال هم یوه خاطره بیان کړې ده چې یو ورځ د ده  د منع کول باوجود ملو یې ناوړه کار وکړ چې په پایله کښې ټول پښتانه قام بد و رد وویل سول. 

 د ليکوال هڅې د ستايلو دي چې پښتو ژبي ته خدمت کوي او هیله جیني کیږي چې په راروان وخت کښې به د پښتو ژبي د ودي دپاره به خپلې هلې ځلې نورې زیاتې کړي او لوستونکو ته به نور په زړه پوري علمي او فرهنګي آثار د لوست دپاره ورکړي.

One thought on “یونلیک، که د مزدور داستان! | ولي محمد علیزی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *