د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یا یونیسف وايي، دا مهال افغانستان کې له پنځو کلونو کم شاوخوا ۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

یونیسیف په دې اړه د تغذي نړیوال کلستر د غونډې په مناسبت بروکسل کې یوه خبرپاڼه هم خپره کړې او په کې یې زیاته کړې ده چې دا شمېرې د ۲۰۱۸ کال په پرتله افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ۲۸ سلنه لوړه ښيي.

خبرپاڼه وايي، سږ کال افغانستان کې ۶ اعشاریه ۳ میلیونه وګړي چې ۳اعشاریه ۸ میلیونه یې ماشومان دي عاجلو خوراکي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

خبرپاڼه وايي، هغه وګړي چې لومړنیومرستو ته اړتیا لري، شمېر یې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

خبرپاڼه وايي، افغان ماشومان لا هم د جګړې له کبله تر فشار لاندې دي او همدا اوس ۲۲ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ستونزه جدي شوې ده.

د یونیسف له قوله بدخشان، بادغیس، بامیان، دایکندي، فراه، فاریاب، غزني، غور، هلمند، جوزجان، کندهار، خوست، کونړ، ننگرهار، نورستان، پکتیکا، پکتیا، پروان، تخار، ارزگان، وردک او زابل هغه ولایتونه دي چې د ماشومانو خوارځواکي په کې له مهاره په وتو ده.

یونیسیف دغه راز وايي، افغانستان کې له ۱۴ کلونو راهیسې هرو ۱۰۰۰ نویو زېږيدونکو ماشومانو کې یې د مړه کېدونکو ۶۹ ماشومانو پېښې په زرو کې ۵۰ راښکته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *