تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: په افغانستان کې د یونېسف اداره وايي، د هلمند له ځايي چارواکو سره یې بیا ځل په دغه ولایت کې د فعالیتونو د پیلولو لپاره خبرې کړي او ډېر ژر به هلمندیانو ته په خدمت پیل وکړي.

بلخوا د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري هم وايي، چې یونېسف له ډېرې مودې راهیسې په هلمند کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي وو؛ خو اوس یې مسوولینو ورسره ژمنه کړې، چې خپل فعالیتونه بیا پیلوي.

د صفاري په خبره، یونېسف په هلمند کې د پوهنې او په نورو برخو کې مرسته کوي او په هلمند کې د یونېسف دفتر د جوړېدو سره به دغه اداره خپل فعالیتونه هم پیل کړي: ((په هلمند کې د یونېسف د دفتر ساختماني چارې روانې دي او په لنډو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې ورسره به دغه نړیواله اداره خپلې چارې هم پیل کړي.))

په افغانستان کې ګڼې نړیوالې ادارې د طالبانو د ګواښونو او نورو عواملو له مخې، په ځینو سیمو کې خپل فعالیتونه دروي، چې ځینې یې لنډمهالي خو ځینې یې کلونه ـ کلونه وخت اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *