تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، د مځکې له څنګه یوه تیږه، چې اندازه یې د مصر د یوه اهرام یا یوې لویې ودانۍ هومره ده، تېږېږي.

د ناسا په وینا دا تیږه به ۳ ملیون مایله لېرې د مځکې له څنګه تېره شي.

اټکل کېږي چې دا تیږه به سبا د اګست په ۲۹ مه، چې د سنبلې له اوومې سره برابره ده، د مځکې په ۳ ملیون مایلۍ کې تېره شي. د دې واټن اندازه له دې ولګوئ چې د مځکې او سپوږمۍ د فاصلې ۱۳ برابره ده.

د دې تیږې سرعت به په ساعت کې څه باندې ۳۲ زره ۴۰۰ کیلومتره وي.

ناسا ویلي چې د دې تیږې اندازه له ۷۰ تر ۱۶۰ مترو ته رسېږي.

د مصر اهرام ۱۳۹ متره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *