تاند- افغان بایسکل ځغلوونکې سلما کاکړ د ټایم مجلې د کال د غوره ځوانانو په لیست کې شامله ده. ټایم مجله د هر کال غوره شخصیت او همداراز د ځوانانو هغه شخصیتونه نوموي چې په نړۍ کې یې په یو نه یو ډول د دې مجلې په نظر اغېز لرلی وي.
سلما کاکړ به ښايي ډېر افغانان ونه پېژني خو ټایم مجله وايي چې نوموړې یې په دې خاطر د کال د ځوانانو په لیست کې شامله کړې چې په زیاتو مسابقو کې یې ګډون کړی دی.
د افغانستان په شان په یوه هیواد کې چې ښځې په ټولنیزو فعالیتونو کې خورا لږه ونډه لري، د یوې نجلۍ دومره زړه ورتیا چې په نړیواله کچه په بایسکل ځغاسته کې برخه اخلي، د ټایم مجلې لپاره د پاملرنې وړ ښکاره شوې ده.
ټایم مجله د ټولې نړۍ د اغېزمنو ځوانانو له منځه د محدود شمېر کسانو لیست جوړوي.
د دې مجلې د سږ کال په لیست کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما دوه لوڼې هم شاملې دي.
د ماشومانو د تعلیم د ترویج مبارزه او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ هم په دغه لیست کې شامله ده.
ټایمز په خپل لیست کې هغه ځوانان زیات راوستي چې په ټولنیزو رسنیو او سوداګرۍ کې زیات بریالي دي.