حسین معرفت

تاند- یوه افغان ځوان د فېسبوک له لارې د جوړې موندلو لپاره اعلان وکړ.

حسین معرفت لومړنی افغان دی چې د یوې ټولنیزې شبکې له لارې داسي اعلان کوي او په حقیقت کې تابو ماتوي.

د نړۍ په نورو هیوادونو حتي د افغانستان په ګاوندیو هیوادونو کې د جوړې موندنې لپاره په ورځپاڼو، تلویزیونونو او ویبپاڼو کې اعلان دود دی خو افغانانو د نورو چارو په شان په دې برخه کې هم پر ځان قیودات لګولي دي.

ښاغلي معرفت خپل عمر، د زده کړو درجه، دنده، قد، د عوایدو اندازه، د هستوګنې ځای او خپلې لېوالتیاوې او ځانګړتیاوې لیکلي دي.

ده هغه معیارونه هم په ګوته کړي چې له خپلې راتلونکې جوړې څخه یې لري؛ لکه دا چې نجلۍ دې د افراطي مذهبي کورنۍ نه وي او له بېوزله او یا متوسطې کورنۍ سره تړاو ولري.

حسین معرفت ویلي چې ۲۴ کلن دی، په کابل پوهنتون کې یې په جرمني ژبه کې لیسانس اخیستی او اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د جرمني ژبې استاد دی.

دی په خپل ژوند کې تر ۳ د زیاتو ماشومانو غوښتونکی نه دی او توقع لري چې راتلونکې مېرمن یې رسمي کار ولري او یا د کار کولو په فکر کې وي.

One thought on “یوه افغان د فېسبوک له لارې د جوړې موندنې اعلان وکړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *