تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه سرتېري نن د ننګرهار د والي په دفتر کې پر امریکايی پوځیانو ډزې وکړې او یو امریکايي سرتېری یې وواژه.
په دې پېښه کې حمله کوونکی افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.افغان سرتېري وروسته له دې پر امریکايي پوځیانو ډزې وکړې چې د ننګرهار د والي په دفتر کې د امریکا د سفارت مامورینو د درو ختیځو ولایتونو له والیانو سره خبرې پای ته ورسولې.
حمله کوونکي د امریکا د سفارت پر کارکوونکو او د هغو پر ساتونکي ډزې ونه کړې خو کله چې په جلال اباد کې مېشت امریکايي پوځیان د غونډې له ځایه وتل، ډزې پرې وشوې.
ناټو بې له دې چې د پېښې د قربانیانو د ملیت یادونه وکړي، تایید کړه چې د دوی یو تن سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي. خو د امریکا سفارت تایید کړه چې وژل شوی او دوه ټپیان امریکایان دي.
دا په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې دوهم بهرنی پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. لومړی د جنورۍ په لومړیو کې وژل شوی و.
پولیس وايي، داسي نه ښکاري چې حمله کوونکی به د طالبانو نفوذي کس وي. دوی وايي که نفوذي وای حتماً به یې پر جګپوړو مامورینو او دیپلوماتانو ډزې کړې وې.
د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وویل چې حمله کوونکی افغان عسکر عبدالعظیم نومېده او د لغمان اوسېدونکی و.