په ډېرې خواشينۍ ویلی شم چې پرون د افغانستان او پاکستان ترمینځ د فوټبال په دوستانه لوبه وچې د پاکستان د لاهور په ښار کې ترسره شوه، یو افغاني د افغانستان د فټبال ملي ټيم د ماتې ورکړه.

لومړی ګول وهونکی د پاکستان له خوا چې محمد ریاض نومېږي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د حصارشاهي اوسېدونکی دی چې دا مهال د پاکستان د هنګو اوسېدونکی دی .

محمد ریاض تر ۱۲ صنف پورې زده کړې هم په یوه افغاني لېسه کې کړې دي. موږ د افغانستان د فوټبال د ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې محمد ریاض خپل ملي ټيم ته داخل او د خپل هېواد د فوټبال ملي جامه ور په تن کړي.

له محمد ریاض څخه هم په ډېرې مینې او ادب غوښتنه کوو چې باید د خپل هېواد د ترقی لپاره کار وکړې، نه د هېواد د ماتولو لپاره.

په پای کي مونږ یو ځل بیا ډ فوټبال د ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې محمد ریاض چې یو افغان دی باید ملي ټيم ته شامل جذب کړي او که نوموړی کومه غوښتنه لرۍ باید ومنل شي.

باید هر افقغان د افغانستان د کامیابۍ لامل شي نه د ناکامۍ. رب دې وکړي چې زما دغه خبر تر لوړ پوړو چارواکو ورسېږي او د دې خبر په اورېدو سره اقدام وکړي په همدې هیله.

محمد مبین هڅاند

3 thoughts on “یوه افغان په فوټبال کې افغانستان ته ماتې ورکړه”
  1. له چا ګیله وکړو . که اوس د لیاقت خبره شی نو واقعا باید ټیم ته داخل شی خو که د ملی وحدت خبره شی نو بیا خبره خرابه ده

  2. دا افغان نه دی که چیرې افغان وی نو د خپل هیواد په وړاندې به د د ښمن په ټیم کې نه لوبیده

    په درنښت

    نور

  3. زه تاسو سره موفق یم. خو که په افغانستان کی کار اهلی کار ته ورکول کیدو نو دا هال به نه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *