تاند- په هند کې د چهارشتبې په ورځ یو افغان ونیول شو چې د درو ملیون هندي روپیو په ارزښت هیروین یې په نس کې دغه هیواد ته وړي ول.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې دغه ۵۰ کلن افغان، چې نور امیر نومېږي، ۹۵ کپسوله هیروین تېر کړي ول خو د سکن کېدو په مهال معلومه شوه چې په نس کې هیروین لري.

هندي چارواکي وايي چې په وروستیو وختونو کې له افغانستانه دغه هیواد ته د مخدرو مواد قاچاق زیات شوی دی.

د پولیسو یوه چارواکي وویل چې امیر په پیل کې وویل چې د قبضیت له کبله یې په نس درد دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *