تاند- په ننګرهار کې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځیان ووژل او دوه نور ژوبل کړل.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /شنبه/ وویل«د ملي اردو یوه سرتېري پر امریکايي پوځیانو ډزې وکړې؛ درې یې ووژل او دوه نور یې ژوبل کړل. د ملي اردو سرتېری د نورو امریکايي پوځیانو په ډزو ووژل شو.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دغه خبر له اعلانېدو وروسته ادعا وکړه چې د ملي اردو حمله کوونکی سرتېری د طالبانو غړی و خو په افغان ملي اردو کې یې نفوذ کړی و.

حمله د ننګرهار په اچین ولسوالي کې وشوه. په دې ولسوالي کې امریکايي پوځیان د داعش د غړیو د ځپلو لپاره مېشت دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی ډګرمن دامین هارفات وویل«موږ د افغانستان په ختیځ کې له دې پېښې خبر یوو. په دې اړه نور معلومات به په مناسب وخت کې خپاره کړو.»

تر دې وړاندې د سږ کال په مارچ میاشت کې درې امریکايي پوځیان په هلمند ولایت کې هغه مهال ټپیان شول چې یوه افغان سرتېري پرې ډزې وکړې.

2 thoughts on “یوه افغان پوځي ۳ امریکايي پوځیان ووژل او ۲ نور ژوبل کړل”
  1. Kena taleb jana.tAso aam afghanan shaheadan kaway ya afghan faujiyan. Pa kabul aw bulkh ke mo chai wokral beshermo da isi aw iraniono aw rosia lamsa.da spesale afghan wo chai shayed da helmand da sarthero shahedano badla akhesteve.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *