تاند- د غزني یو اوسېدونکی وايي چې داسي بې پېلوټه الوتکه یې جوړه کړې چې یو کیلومتر الوتلی شي.
سید لیاقت بلخي، چې د غزني د جاغوري اوسېدونکی دی، وايي چې د ده له لوري جوړه شوې څرخکه بې پېلوټه یو کیلومتره پرواز کولی شي.
سید لیاقت، که څه هم پر ځان بلخي تخلص ایښی خو اصلاً د غزني د جاغوري اوسېدونکی دی.
دی وايي چې تر دې مخکې یې انسان ډوله روبوټ هم جوړ کړی و. (عکس)
په وروستیو کلونو کې څو تنو افغانانو الوتکې او موټرونه جوړ کړل خو دا چې د دوی له لوري جوړ شوي وسایل به څومره تجارتي ارزښت لري، بېله مسله ده.