څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
خوشحال خان
کله چې د افغانستان نوم اورېدل کیږي نو د سړي ذهن ته هر ډول بحران ور تداعي کیږي یا دا چې د هر ډول بحران نوم یادیږي نو په افغانستان کې یې په اسانۍ سره، د وجود تصور کېدای شي، خو موږ ډېر خوښ یو چې په دغسې له بحرانه یوه عبارت جغرافیه کې، د داسې خبرونو په اورېدو سره، د بدلون اونیزې نغری پر درو پښو دروو چې نه یوازې په سیمه کې د مثبت بېخکې بدلانه زېری ور سره ملګری دی، بلکې د نړۍ د تقدیر رُخ هم ور سره بدلېدای شي؛ یانې د بدلون اونیزې د درېیم کال د لومړۍ ګڼې زمانه، د آقینې بندر پرانیستو او آسیا زړه کنفرانس جوړېدو په زمینه کې قلمبندوو.
دا دوې پېښې، د یوه پرمختللي او ښه سم پر پښو ولاړ مملکت لپاره هم، لوی او نېکمرغ فرصتونه ګڼل کېدای شي او د افغانستان غوندې یوه هراړخیز ځپل شوي هیواد لپاره خو تر تصور لوړ چانسونه دي؛ د بدلون چلوونکو و لوستونکو، د و.ا.ګ غړو و خواخوږو او ټولو افغانانو و په سیمه کې د مشترک سرنوشت په تار پیوند اوسېدونکو ته دې مبارک وي.
اجازه راکړئ چې پر دې خوږو و امیدواروونکو موضوعاتو یو څه بانډار در سره وکړو:
د ۱۳۹۵ کال، د قوس پر ۸- مه، دوشنبه، د افغانستان- ترکمنستان تر منځ د آقینې- اتامرات و امام نظر اوسپنیزه پټلۍ د ولسمشرانو- محمد اشرف غني او قربان قلي بیردي محمدوف له خوا پرانیستل شوه؛ د مراسیمو اول پړاو، د ترکمنستان په خواکې بشپړ او د دوهم لپاره یې، دواړه ولسمشران تر فاریابه په ریل ګاډۍ کې راغلل.
ښاغلي غني دا د افغانستان لپاره یوه تاریخې شېبه وبلله، ځکه دا د آسیا د نړیوالې اوسپنیزې شبکې په توګه، د قاریي اقتصاد په برخه کې، یو لوی ګام دی؛ نوموړي دا هم وویل چې افغانستان هڅه کوي چې چین و ایران هم د اوسپنې په لیکه سره ونښلوي.
یاده پټلۍ به پر پاکستان د افغانستان اتکاء ۸۰٪ را کمه کړي؛ د افغان سوداګرو د میاشتو مالونه به، په پنځو ورځو کې په مصؤن، ډاډمن او باکیفیته ډول تر اروپا ورسولای شي او پر یوه ټن مال د پنځو زرو ډالرو لګښت به، زرو ته را وغورځوي.
دا د لاجورد لارې د یوې برخې د بشپړېدو په توګه، تر ګردو قیمتي ګام وو چې له یوې خوا به، د ترکمنستان له اتامرات څخه پیل او دغه هیواد به د آقینې، اندخوی، شبرغان، مزار شریف، خُلم، کندوز او شېرخان بندر پر مسیر، د تاجکستان له اوسپنیزې شبکې سره نښلوي؛ ټول اوږدوالی یې ۵۹۰ کیلو متره دی چې ۴۰۰ به یې د افغانستان پر سینه تیریږي؛ له بله اړخه به، زموږ ګران هیواد، د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر له لارې د آذربایجان په باکو ښار کې تر تېرېدو وروسته، د ګرجستان تفلیس ته رسوي، بیا یې د ترکیې د فارس له لارې، د دغه هیواد د تاریخي ښار-استانبول- سره نښلوي او وروستی لاس به اروپا ته ور کوي.
دا د هغه خوب رښتیاینه ده چې په وچه کې د زنداني افغانستان کیسه، په یوه تېره خاطره اړوي، ځکه نور نو زموږ هیواد د کراچي، واګې او ګوادر اوبو ته د رسېدو لپاره، د پاکستان سیاسي نخرو او ناانساني توطیو ته سرټیټی نه دی؛ په دې دلیل چې له یوې خوا یې غني ولسمشر، له هند و ایران سره، د چابهار درې اړخیز تړون لاسلیک کړی او دا چې ځینو څېړونکو اندېښنه ښوده چې ایران هم، پاکستان غوندې، همېشه افغانستان تر خوږ ګوته نیولی نو هیڅ ډاډ نشته چې پر دې تړون دې ډېر زړه وتړل شي نو له بله اړخه، دا دی له دې قرارداد څخه د ایران د سرغړونې، د امکان په صورت کې، د یوه بل اقتصادي دهلېز، داسې یو ور پرانیستل شو، چې هغه د چا خبره، دا نور یې په زېري کې ارزي.
دې ته وایي، افغانستان د آسیا په ترانزیټي څلور- لارې بدلول؛ هغه تیورې تطبیقي زمینې ته راوستل چې ښاغلي غني ډېر پخوا تولید کړې او پر هر سټیج یې د هغې د توضیح و تشریح تدریس ور کاوه خو له بده مرغه، د ناتمامو بحرانو د توپانو دوړو او درزي، زموږ د ځینو خلکو ملي حواس داسې فلج کړي ول چې د نړۍ د دوهم متفکر، دا د لوړې سویې درس ور ته د درک وړ نه وو، خو نن یې له ښه مرغه، مخامخ ننداره کوو؛ هغه لار چې دوه زره کاله مخکې، زموږ د بدخشان د لاجوردو تجارت پر کېده؛ نن دا دی په یوویشتمه پېړۍ کې، د یوه متفکر افغان په برکت، بیا د نړیوال ارزښت پرستېژ ګټي، خو دلته عجیبه دا ده چې مسلسل جنګ زموږ عقل، ذهن او احساسات داسې را مسخه کړي دي چې د دې تاریخي بریا په باب، زموږ خپلو یو شمېر وطنوالو رسنیو، ولیکل چې چنداني کارنامه نه ده شوې، مه یې د اهمیت په باب مبالغه کوئ او مه هم ډېر ور باندې باټېږئ؛ مثلاً، په کابل کې ویسا ورځپاڼې، چې کرزی پلوې او د حکومت مثبت اقدامات هم منفي ښيي، د قوس د ۹- مې ګڼې، په سرلیکنه کې ولیکل: «خو زموږ د مظلوم ولس ستونزې او ناخوالې دومره زیاتې دي چې د آقینې ریل کرښه په هیڅ صورت هم داسې زېری نه دی چې لکه چارواکي یې چې پر مخ ور موښي.
چارواکي او د دوی ډنډورچیان دې لږ سر ګرېوان ته کړي، د ولس ستونزو ته دې پام وکړي چې کوم حد ته رسېدلې دي، د کومې پروژې په بشپړېدو باید داسې کاذبه فضا ایجاد نه کړي چې ګواکې خیر او خیرت دی، دا دی افغانستان به نن سبا کې د جاپان او المان په بڼه بدلیږي.
زموږ د ولس لپاره لومړیتوب دا دی چې له دې بدمرغې جګړې څخه وژغورل شي.»
موږ پر دې جملو نوره تبصره نه کوو، ځکه زموږ هوښیار ولس یې په وطن دوښمنه غرض خپله ښه پوهیږي، خو د ولس دا د کاڼي کرښه به ور ته ولیکو چې د افغانستان د پرمختګ کاروان نور خوځېدلی او په دا ډول هزلیاتو سره د را ګرځېدو نه دی؛ وايي، کاروان تیریږي……
د دې انقلابي اقدام اهمیت له دې هم تثبیتولای شو چې له دې حادثې وروسته، د قوس پر لسمه، د چین یو لوړپوړی هیئت، د دغه هیواد د بهرني وزارت د مرستیال وزیر کانګ زینیو په مشرۍ، افغانستان ته تشریف راووړ او د چین د یوې نړیوالې ترانزیټي پروژې (یوه لار- یو کمربند) په تطبیق کې یې، زموږ د هیواد نقش حیاتی وباله؛ په اوسپنیز تار یې له پېښور سره د کابل او کوټې سره د کندهار په غوټه کولو کې، د هرې بیې د ملاتړ ژمنه وکړه؛ د هر قیمت ورکړې ته خو به ځکه چمتو وي چې په پاکستان کې یې تر ګوادر بندره، د سوداګریزې لارې پر جوړولو او (یوه لار- یو کمربند) هدف ته د رسېدو لپاره یې، د ۴۶ میلیارډو ډالرو کولمې ګرو دي؛ چې افغانستان په اعتماد کې وانخلي نو د یوې لارې- یوه کمربند خوب دې اوبو ته وایي؛ همدا مجبورې ده چې په سیمه کې د سولې لپاره یې، د افغانستان- پاکستان تر منځ د سیاسي خریړي پاکولو ته هم ملا تړلې ده.
دا چې طالبان د پوځی برلاسۍ او خپلو تخریبې پالیسیو سره- سره، پر عام المنفعه تاسیساتو د نه برید اعلامیه خپروي او هاخوا یې د مالي مفلسۍ فریاد په سینه کې له ایسارېدو وزي نو دا هم د ښاغلي غني د بهرني مؤثر سیاست د برلاسۍ له کیسې او د سیمې د مجبورۍ له داستانه سره بې تماسه مسئله نه ده.
تر ترکمنستان وروسته، د قوس پر ۱۳- مه، رئیس جمهور، د عربي متحده اماراتو په مرکز ابوظبۍ کې، (تر ګواښ لاندې د فرهنګي میراثونو ملاتړ) په نړیوال کنفرانس کې ګډون ته والووت؛ هغه فاجعه چې د اسلامي دولت ترهګرو، دغو منحصر بفرد آثارو ته ور مخامخ کړې ده او په دې برخه کې افغانستان هم، د څلوېښت کلن برحال او بربادوونکي جنګ په ترڅ کې، نه جبرانېدونکي زیانونه زغملي دي چې وروستۍ غمیزه یې په ۲۰۰۱ کال کې د انسانیت دوښمنه تروریستانو په لاس د بامیان د شهکارترینو آثارو یومخ بې اثره کول ول.
د قوس پر ۱۴- مه ولسمشر د هندوستان په امرتسر کې (د آسیا زړه) کنفرانس ته پرواز وکړ؛ د نورو بریاوو تر څنګ یې، هلته په اول وار د پاکستان پر ضد، د افغانستان د داسې یوه مستقل او مستحکم موقف نمایش وړاندې کړ، چې پرته د افغانستان د ځینو چاروکو او مغرضو سیاستوالو او مبصرینو یې، نور د غونډ افغان ملت زړه تر لاسه کړ؛ په یوه بېساري دریځ سره یې، د پاکستان ۵۰۰ میلیونه ډالر پر مخ ور وویشتل او د داسې سیاسي پېغور خنجر یې په روان کې ور چخ کړ چې دا مبلغ د افغانستان رغونې لپاره مه را کوئ، بلکې په خپل ملک کې یې د هغو ترهګرو په نابودولو ولګوئ چې راځي او زموږ ودانۍ را ورانوي.
موږ د دې په اړخ کې، چې د دولت د لا اصلاح لپاره رغنده نیوکې پر کوو، د دا ډول بې مثاله تاریخي- حیاتي اقداماتو غوڅ ملاتړي یې هم یو، ځکه زموږ د ګوند نوم ودان افغانستان دی؛ د ګوند د اقتصادي تیورۍ (سراسري اقتصاد) منطق مو د داسې بریاوو ملاتړ ته هڅوي، هغه نظریه چې دوې نیمې لسیزې پخوا، د هیوادپالو افغانانو له لوري، تولید شوې ده او هر څوک چې د افغانستان د ودانۍ لپاره یو وطندوستانه ګام رااخلي نو موږ یې نهه نیوي ګامه هرکلي ته ور وزو؛ هیله ده ټول وطن- مین او ولسپال هیوادوال مو هم، د خپل موافقت و مخالفت معیار، د چارواکو د خدمت و خیانت پر اساس وټاکي او د مسؤلینو د دا رنګه زېربنایي اقداماتو له حمایته غاړې و نه غړوي، ځکه دا داسې هم نه ده چې په دې اقداماتو سره نو هر څه اتومات ګل و ګلزار شول، بلکې زموږ تاریخي دوښمنان به، د دوی په ټول ممکنه توان، زموږ د دې هر نوښت د ارزښت د ښاخۍ کولو تلاښ کوي؛ ښه او لاښه به دا وي چې په هر مثبت ملي ابتکار کې یو د بل ملاوې سره وتړو او د پردیو د هر ډول بربادوونکو پالیسیو او شیطانتو تاثیرات، په خپل ټول درایت و مسؤلیت سره خنثا کړو.
مخ په وړاندې، د یوه باثباته او ودان افغانستان عروج ته!
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/ اوله / پرلپسي ۱۰۵ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۱۴/ ۱۳۹۵