تاند، یکشنبه، د عقرب ۲۶مه: د مخابراتو وزارت وايي، تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به له رییل ټایم سیسټم سره ټولې مخابراتي شبکې وصل شي.

 د مخابراتو وزارت ویاند شېرشاه نوابي تاند ته وویل، مخابراتي شبکو منلې ده چې له دې سیسټم سره به وصلېږي او له مخابراتو وزارت سره یې تړون هم کړی دی چې عملي چارې یې په شدت روانې دي.

 ښاغلی نوابي وايي، د رییل ټایم په فعالېدو سره به له مخابراتي شبکو څخه د ۱۰ سلنه مالیې ټولولو سیسټم اسانه او شفاف شي: (( له دې وړاندې د سلام مخابراتي شبکه له دې سیسټم سره وصل شوې وه.))

 دا په داسې حال کې ده چې حکومت په ۱۳۹۴ کال کې په مخابراتي کاروونکو ۱۰ سلنه مالیه ولګوله او له  همغه وخته ولسي جرګې ټینګار کاوه چې دغې مالیې ټولولو ته دې د رییل ټایم سیسټم فعال شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *