تاند، یکشنبه، د جدي ۲۲مه: د پنجاب، په رحیم یار خان سیمه کې له څو ورځو راهیسې دویمه پاکستانۍ نظامي الوتکه رانسکوره شوې چې یو پیلوټ یو بل کس په کې وژل شويده.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، دا ځل د رحیم یار خان د شیخ زاید هوایي ډګر څخه پورته شوې څرخکه راپریوتې ده چې د تهر سیمې د چولستان په سیمه کې پر فصلونو د ملخانو د وژلو لپاره سپرې یا دوا وشنیدي.
د رحیم یار خان چارواکو ویلي چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوې او پکې یو پیلوټ او یو انجنیر وژل شوی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستاني الوتکو غورځېدو پېښې زیاتې شوې دي او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د هوایي ځواکونو یوه نظامي الوتکه په میانوالي سیمه کې غورځېدلې وه چې له امله یې دوه پیلوټان وژل شوي وو.