څه موده وړاندي را ته یو اروا پوه ملګري یوه خبره وکړه، ویل یې: کوم وخت چې له داسې ملګري سره مخامخ کېدي چې ډېر وخت دې نه وي لیدلی، داسي خبرې مه ورته کوه چې په اوریدو یې د ده زړه ماتیږي، مثلآ: داسي مه ورته وایه چې ډنګر شوی یې. مخکي غوړ وي اوس بیخي سپیره شوی یې. او داسي نورې منفي خبرې چې دی نا آرامه کوي.
هغه وخت چې موږ په لیلیه کې اوسیدو، له همداسي یو نفر سره مې په یوه خونه کې څلور کاله تېر کړل. ما به که کله هم ځان ته واسکټ یا کورتۍ واخیسته او ده به ولیدلم، د دې پر ځای چې راته مبارکي راکړي نیوکې به یې پیل کړي، ویل به یې: دا دې څه د ماشومانو واسکټ اخیستی؟ ولي ټول بازار کې واسکټونه نه وو، چې تا دا واسکټ واخیست؟ یو خو تا زده نه کړل چې کوم شی د اخیستو دی، کوم د نه اخیستو دی. پیسي خو دې هم حرامي نه دي، چې په داسي بې ځایه شي دې مصرف کړې! د ملګري د داسي خبرو په اوریدو به مې له اخیستل شوې توکي سخت زړه تور شو. واسکټ یا کورتۍ به که هر څومره ښایسته هم وه بیا به یې خوند نه راکاوه، چې اغوستلی مې وی. مجبور وم یا به مې بل چا ته ورکولو او یا به مې بیخي غوزاروه. ما یو وخت په ډېرې سختۍ پیسې ټولې کړې، چې ځان ته یو لیپ ټاپ واخلم. هغه وخت کمپیوټرې ډېرې قیمتې وي، په ډېرو پیسو مې ځان ته لیپ ټاپ واخیست، خو چې مسافر خونې ته را ورسیدم، دا ده ببولالي شروع شوې. له لیپ ټاپ یې دومره سخت زړه را تور کړ، نږدي و چې لیپ ټاپ مې په ځمکه ویشتی وی او ښه په چیغو چیغو مې ژړلي وی، چې ولې هر وخت خراب شیان اخلم.
د ملګري په مرض هغه وخت پوه شوم چې زما غوندې لیپ ټاپ یې واخیست. او بیا یې دومره ستاینې راته پیل کړې، چې نږدې مې ترې همدغه لیپ ټاپ چې ما یې تیار یو دانه له ځان سره درلوده هم ښه په لوړه بیه اخیستی وی. له دې نه وروسته ښه په زور زېر پوه شوم چې ملګری مې د منفي فکر کولو په ناروغۍ اخته دی او یا هم له داسي کړنو خوند اخلي. خپله خوشالي د بل په ازارولو کې ویني.
څه موده وروسته زموږ یو بل ټولګیوال د دوی د همسایه ګانو کور کې کوژده وکړه. زه چې څومره خبر وم، ښایسته نجلۍ یې کوژده کړې وه. زده کړې یې کړې وي او ښه اخلاق یې درلودل. د ملګري په کوژدې ډېر خوشاله وو، یوه بسته شپه مو د ده د کوژدې په خوشالۍ کې ښه په درز کې اتڼ وکړ. په سبا چې همدغه ازار ګټونکی ملګری راغی، زه ور وړاندي شوم او زیری مې پرې وکړ. ما خبرې نه وي خلاصي چې شروع شو. اها وی! پرون خبر شوم، سخت خواشینی شوم. په داسې ملګري مې کله پیرزو وه. کوژدن شوې ملګري ته یې مخ ور واړوه او ورته کړل یې: څه مېنه دې ورانه وه، چې له داسي شیشکې او بدرنګې سره دې کوژده کوله؟ ولي ښځې در باندي ولاړې وې؟ تا ته اوس یوه جینۍ نه پیدا کېده چې له دغې خیرنې سره دې کوژده کوله؟
د ملګري د دې ناجایزه خبرو په اوریدو، خدای شته زما په وضعیت کې هم یو سلو اویا درجې تغیر راغی، خو څنګه مې کړې وی، مجبور شوم چې نوی کوژدن شوی ملګری له لاسه ونیسم او له ده یې چېرته لیرې بوځم. نامزاد خواشینی ښکاریده، ویل یې: موږ کې مور او پلار خپل اولاد ته حق نه ورکوي، چې په خپله خوښه واده وکړي. مور او پلار راته خوښه کړې، خو نه پوهیږم چې ولې یې داسي تر بدو بدتره نجلۍ را ته په نوم کړه. د ده د همدې ناروغۍ په اړه مې ورته وویل او څه نه څه مې سره ډاډه کړو. نامزاد ملګری موسک شو، ویل یې: ځه نو لاټري یې وبوله، ګورو به چې څه را وځي.
تېر ژمي کې زما یو همکار کورتۍ اخیستې وه. دی ریښتیا هم تېروتی و. کورتۍ ورسره په حقیقت کې هم هیڅ ښه نه ښکاریده. چې چا به ولیده، ورته ویل به یې، چې سمه د ملنګانو کورتۍ دې اغوستې. همکار مې تر هغې چې بله کورتۍ یې اخیسته، باید پوره میاشت انتظار ایستلی وی، تر څو د معاش نه یې یو څه پیسې سپمولي وی او بیا یې پرې کورتۍ اخیستي وی. د میاشتې یخنۍ زړه مې پرې و نشو، چې چېرته به مې ولیده، ورته ویل به مې: عجیبه کورتۍ دې اخیستي! نوی ماډل دی. سم دم فلمي ایکټر ور سره ښکارې. عجیبه ښایسته سور در سره نیسي، نه چې څوک دې را ته په نظر کړې.
د ژمي ټولې میاشتي تېرې شوې، د ټولو میاشتو معاش یې هم واخیست، خو په هماغه کورتۍ کې به یې لکه د فلمي هلکانو په دود ایکټونه کول او ښه دبدبه کې به روان و.