تاند- یوه نوې نظرپوښتنه یا سروې ښيي چې په افغانستان کې د بندو شویو ښوونځیو شمېر ۱۳۰۰ ته رسېږي.
د عدالت بنسټ له لوري په دې سروې کې، چې له ۴۵۰ تنو ښوونکو، زده کوونکو او قومي مشرانو سره یې د مرکو پر اساس کړې، ویل شوي چې درې کاله وړاندې ۳۸۰ ښوونځي بند ول خو اوس یې شمېر تر ۱۳۰۰ اوښتی دی.
په نظرپوښتنه کې اکثرو ویلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په وروستیو ۳ کلونو کې د پوهنې وضعیت خراب شوی دی.
په نظرپوښتنه کې ویل شوي چې اکثره ښوونځي د دولت د دوو وسله والو مخالفو ډلو له لوري تړل شوي خو یو شمېر په سیمو کې د سلیقوي اختلافاتو او یا د پوهنې وزارت د کمزوړرتیا له امله ښوونځي بند دي.
په دې نظرپوښتنه کې دا هم ویل شوي چې په ۷۸ ښوونځیو کې پوستې جوړې شوي دي.
تر ټولو ډېر ښوونځي په کندهار، زابل، هلمند، ننګرهار، غزني، وردک، لوګر، پکتیکا، کندوز، اروزګان او بغلان ولایتونو کې بند دي.
د عدالت بنسټ د خپلې نظرپوښتنې له مخې وايي، د نجونو د ښوونځیو حالت په تېرو دریو کلونو کې تر ټولو بد حالت ته رسیدلی او د ښوونځيو د تړل کېدو تر څنګ په تېرو دریو کلونو کې 2000 زده کوونکې په ښوونځیو کې مسمومې شوې هم دي.
د دغه بنسټ په موندنو کې دا هم ویل شوي چې په روان لمریز کال کې یوازې 35 سلنه ښوونځیو ته پر وخت کتابونه رسیدلي او پاتې ښوونځیو ته د کال په نیمايي کې ورغلي او یا ځېنې ښوونځي له سره درسي مواد نه لري.
د دې نظرپوښتنې د پایلو له خپرېدو سره په یو وخت نن /سې شنبه/ د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د افغانستان د ښوونځیو لپاره د ۱۳۵ ملیونه درسي کتابونو لپاره ۷۵ ملیون ډالره مرسته وکړه.