دغه سرلیک له تېر وخت نه زما د ژوند د یوې ترخې خاطرې پر اساس غوره شوی، چې دلته یې له خپلو لوستونکو سره شریکوم.
دا د هغه وخت خاطره ده چې استاد رباني د خپل سلطنت د اوږدولو لپاره د حل او عقد شورا جوړه کړې وه. له نېکه مرغه چې دا مهال د کابل ښار برېښنا جوړه وه او خلکو کولای شول چې د حل او عقد شورا په نوم د استاد سیاف، جمعیت او نظار شورا مداري ګري د خپلو تلویزیونو له لارې وګوري.
لکه څنګه چې لوستونکو ته څرګنده ده چې هغه مهال د پاکستان او نواز شریف په نېغه مداخله د مجاهدینو د حکومت لپاره یوه زهرجنه او جنګوونکې نسخه داسې جوړ شوې وه، چې لومړی به د دوو میاشتو لپاره د یوه لنډمهالي حکومت مشري حضرت صبغت الله مجددي کوي.
ورپسې به د شپږو میاشتو لپاره استاد رباني واک ته راځي او دی به په شپږو میاشتو کې د لویې جرګې جوړېدو ته زمینه برابروي او دا لویه جرګه به د راتلونکو دوو کلونو لپاره جمهور رییس ټاکي او یو منځمهالی حکومت به جوړوي.
د دغه غرضي مهال وېش له مخې، اوس نو د استاد رباني شپږ میاشتې پوره شوې وې او اتمه میاشت یې وه او د حل او عقد شورا د جوړېدو لپاره تیاری نیول کېده. د دغه شورا د جوړېدو لپاره د جارچي ګرۍ دنده داوطلبانه استاد سیاف منلې وه او هره ورځ به په ملي تلویزیون کې لګیا و چې لویه جرګه یوه غیراسلامي اصطلاح او خپله لویه جرګه هم غیراسلامي ده.
ده به د خپلې ادعا د اثبات لپاره ویل چې د لویې جرګې نوم په قرانکریم کې نه دی راغلی او پرځای یې له حل و عقد شورا نه یادونه شوې ده. بل دلیل یې دا وړاندې کاوه چې د دود له مخې په لویه جرګه کې غیرمسلمانان(هندوان) هم ګډون کولای شي او څنګه کېدای شي چې د مسلمانانو لپاره د برخلیک پرېکړه هندوان وکړي.
د پښتنو لومړی غفلت همدا و چې باید د سیاف خوله یې ماته کړې وای چې ولې د دوی ارزښتونو ته سپکاوی کوي او ورته ویلي یې وای چې په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې دا جرګه اسلامي وه هیڅ مجتهد او شارع دا رد نه کړه، نو اوس څنګه غیراسلامي شوه.
دا د نظار شورا د یو څو پیسو په بدل کې د استاد سیاف غوندې د قرب قیامت د ابلیس او منافق لپاره کومه د عار او عیب خبره نه وه، ځکه استاد سیاف لا پخوا په پاکستان کې خپل ایمان په قېمار وهلی و، کله به یې د یو څو درهمو او دینارو لپاره خپل غیرت او عزت د عربانو په پښو کې لیلاماوه او کله به یې د پاکستان او سیمې د استخباراتو په پښو کې؛ خو دا ځل د نظار شورا له خوا د میاشتې په دوه سوه لکه افغانیو د حزب اسلامي پرضد د جګړې لپاره په کرایه نیول شوی و. سیاف به تل له دې پیسو استاد رباني ته شکايت کاوه چې دا پیسې کمې دي، خو مسعود به پټ رباني ته ویل چې دا هم ورته زیاتې دي، استاد سیاف د باور سړی نه دی، یوه پوسته یې له موږ سره او بله یې له حزب اسلامي سره ده، نو د ناحقه شاهدیو او د پښتني ارزښتونو د سپکولو له کبله لاسته ورغلو هوايي پیسو به سیاف ډېر خوشالوه.
لنډه دا چې په تلویزیونونو کې د سیاف له خوا تر دوو اوونیو د لویې جرګې له سپکولو وروسته د حل و عقد فرمایشي شورا جوړه شوه، د حزب اسلامي(ارغندیوال څانګه)، نجات ملي او ملي اتحاد د استازو خبرو او وړاندیزونو هیڅ ځای ونه نیوه، بالاخره شورا یې پرېښوده او په احتجاج له شورا نه ووتل او د استاد سیاف په لاس ټولې څوکۍ نظار شورا او جمعیت ته ورکړل شوې. د دې شورا 80 فیصده غړي د جمعیت او نظار شورا وو او پاتې ۱۰ فیصده نور یې د نظار شورا له خوا راپېرل شوي یوشمېر بې احساساسه ټوپکیان وو او ۱۰ فیصده نور یې د پورتنیو تنظیمونو غړي وو چې د استاد سیاف د ناعادلانه وېش له کبله یې شورا پرېښوده.
کوم حکومت چې د پښتنو د شپږو میاشتو غفلت او استاد سیاف د غولونې له کبله رامنځته شو تر ننه یې ۲۳ کاله دوام وکړ او لاهم په دوام کې دی.
د پښتنو له غفلت څخه زما هدف قومي تعصب نه دی، بلکې د پښتنو هغه کمزوری رول دی چې هغه مهال یې ولوباوه.
دغه کمزوري دا وه چې پښتنو د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د واک په سر جګړه کې دريیم انتخاب نه درلود او له دوو بدو انتخابونو نه یې د یوه له انتخاب سره ځان مخامخ کړ. دغه کار یوازي حزب اسلامي او جمعیت پیاوړي کول، نه پښتانه. نتیجه دا شوه چې جمعیت د بانک د پیسو په ډېرۍ پاتې شي او حزب اسلامي ورځ تر بلې کمزوری شي.
ورپسې طالبان راغلل، پښتنو یې د یوه سیاسي حرکت په توګه نه بلکې د جګړه مارانو د ظلم او پاټک په وړاندې د یوه غبرګون او پاڅون په توګه ملا وتړله. د دې ملاتړ په لړ کې د پښتنو وینې بیا هم د دوی لپاره د یوه سیاست لپاره نه بلکې د طالبانو د ایډیالوژۍ لپاره نذرانه شوې. دغه کیسه د کابل د کمونستي دولت او د جهادي تنظيمونو تر منځ د جګړې پر مهال هم تکرار شوې وه او د پښتنو له وینو زیاته ګټه حزب اسلامي ته رسېدلې وه، چې دغه حزب یې دومره پیاوړی کړی و، چې د خپل قدرت له کبله ځان ترې ورک و او د فرعونیت لاره یې نیولې وه او لکه نمرود یې فکر کاوه چې د دې خوار ولس ژوندي کول او وژل د دوی په لاس کې دي، که وغواړي څوک ووژني نو وژلی یې شي او که څوک وغواړي چې یې پرېږدي نو پرېښودلای یې شي.
د دغه ګوند د نمرود صفتۍ له کبله وه چې د افغانستان خلکو او په تېره ځینو پښتنو له عاقبت اندیشۍ پرته د دوی پرضد د نظار شورا ملا وتړله.
له طالبانو وروسته ښاغلی کرزی راغی، پښتنو د ده ملاتړ له کومې برنامې او امتیاز پرته په وړیا ډول وکړ. نتیجه دا شوه چې پښتانه له حکومت او واک څخه لرې پاتې شي او په دولت کې د دوی له تشې نه د نظار شورا او نور فرصت طلبه عناصر استفاده وکړي. لنډه دا چې د واک او دولت انحصار د نظار شورا او جمعیت تنظیم له خوا ادامه پیدا کړي او هغه فرصت طلبه پښتانه چې د څوکۍ او پیسو په بدل کې یې د دې ډلو ملاتړ کاوه خپل ملاتړ او اړیکو ته د پخوا په شان ادامه ورکړي.
اوس هم ټاکنې دي او پښتنو ته یو فرصت دی چې خپلې تېرې تېروتنې جبیره کړي او وړیا په وړیا او یا هم له متبادل او الټرناټیف پرته د کوم کاندید ملاتړ ونه کړي، خو چې لیدل کېږي لاهم ډېری پښتانه د غفلت په خوب ویده دي او له ډاکتز عبدالله نه د څو پیسو شکولو لپاره خپل قوم او خېلونو ته خپلې سترګې ټیټوي.
که څه هم ډاکتر اشرف غني احمدزي تراوسه نه دي ویلي چې پښتنو ته به څه کوي او څه امتیاز به ورکوي، خو بیا هم نوموړی تر عبدالله د هېواد په ګټه دی او ښه برنامه لري، نو لږ تر لږه پښتانه یې د ملي ګټو پر اساس ملاتړ کوي.
پښتانه باید هېر نه کړي، چې دوی ټول ملت نه دي بلکې د ملت یوه برخه دي او ټول دولت هم نه دي بلکې د دولت یوه برخه دي او په یوه ملي برنامه کې یې ګټه خوندي وي. خو د خندا وړ خبره او پوښتنه دا ده، هغه پښتانه چې له ډاکتر عبدالله نه ملاتړ کوي پر څه اساس او د کوم منطق له مخې یې کوي، ځکه عبدالله نه کومه ملي برنامه لري او نه هم د جمعیت له ډلې او د دوو ولایتونو له خلکو پرته پر نورو خلکو زره لورینه لري. د جمعیت د دکتاتورۍ پر مهال د افغانستان خلک د اصلي تذکرو، بدلو تذکرو، ناچلو تذکرو او قلفک چپاتو په نوم وېشل شوي وو او که خدای ناخواسته بیا هم ډاکتر عبدالله راځي نو بیا به هم دغه خلک سره وېشل کېږي. دوی به پنجشېریانو او بدخشانیانو ته د اصلي تذکرو لرونکي ویل، د کوهدامن تاجکانو ته به یې د بدلو تذکرو خلک ویل پښتانه به يې د ناچلو تذکرو خلکو په نوم یادول او هزاره وو ته به یې قلفک چپات ویل.
دا کومه خوشې خبره نه وه، بلکې د دغه حکومت عیني واقعیت و. ځکه د دغه تبعیضي حکومت نتیجه موږ دا نن ګورو، دا مهال افغانستان 4000 جنرالان لري چې درې نیم زره یې د اصلو تذکرو له خلکو دي او پاتې نور یې له نورو 29 قومونو څخه، همداراز د یوې معتبرې بهرنۍ موسسې د څېړنې له مخې د کرزي د حکومت 80 فیصده لوړې څوکۍ د همدغو اصلو تذکرو د خلکو په لاس کې دي او یوازې 0.8 یې د پښتنو په لاس کې، د افغانستان د 98 فیصدو له عوایدو همدغه د اصلي تذکرې لرونکي استفاده کوي او په تېرو دیارلسو کلونو کې چې څه پیسې افغانستان ته راغلي92 فیصده یې د همدغو خلکو جېبونو ته تللي دي.
د دا راز تبعیضي سیاستونو په نتیجه کې اوس د کابل ښار 68 فیصده سوالګر، 99 فیصده کباړ او پلاستیک ټولوونکي، 75 فیصده بېکاران، 71 فیصده لاس پلورنکي او د وړو کارونو کوونکي پښتانه دي او برعکس د کابل ښار 95 فیصده عصري او ګرانبیه ماڼۍ او مارکېټونه د اصلي تذکرو او یا هم د بدلو تذکرو د خلکو دي.
همدا رنګه د کابل ښار 99 فیصده بدماشان، سړي تښتونکي، وېرونکي او یرغمل نیونکي او غله هم په همدغو ډلو ټپلو پورې ارتباط لري.
په هر کال کې تر 800 ملیونو ډالرو پورې د جمعیت او نظار شورا پر سیاسي فعالیتونو مصرفوي، په داسې حال کې چې په پښتنو کې دغه کچه یوازې 80 زره ډالرو ته پورته کېږي په داسې حال کې چې دغه کچه په هزاره ګانو کې 200 ملیونه ډالره، په ازبکانو کې 18 ملیونه ډالره او په ساداتو او اسماعلیه وو کې تر 100 ملیون ډالرو رسېږي.
همدا ډول 88 فیصده رسنۍ د جمعیت او نظار شورا دي او یوازې 0.02 فیصده په پښتنو پورې اړه لري.
د عملي نشنلستۍ روحیه په نورو قومونو کې 99.9999 ده او په پښتنو کې بیا دغه کچه 8 فیصدو ته رسېږي.
د سیاسي ثبات کچه په نورو قومونو کې 67 فیصده ده او په پښتنو کې 16 ده او د زیانمنېدو کچه په پښتنو کې 91.23 ده او په نورو قومونوکې 43.67 ده.
اوس که چېرې عبدالله واک ته راځي نو په دغو فیصدیو کې به د پښتنو په زیان تر 36 فیصدو پورې زیاتوالی راشي او که چېرې اشرف غني راځي نو په دغو فیصدیو کې به تر 42.82 فیصدو پورې د پښتنو په ګټه بدلون راشي.
ګرانو لوستونکو! دا زموږ د پښتنو حال دی، دا تاسو یاستئ چې تصمیم نیسئ، خو د تصمیم نیولو پر وخت یوځل هغه یتیم پښتون ماشوم سترګو ته ودروئ چې پلار یې د شورا نظار په دسیسه او ناسم راپور د ناټو الوتکو په بمبار کې له لاسه ورکړی او هغه پښتنه کونډه په پام کې ونیسئ چې د خپل بې پلاره ماشوم لپاره لاس یې په سوالګرۍ اوږد دی او د خپل زوی راتلونکی په پام کې ونیسئ چې ایا تر راتلونکو شلو کلونو وروسته به یې د پښتون په تذکره د نظار شورا په کومه اداره کې پرېږدي؟
د محمدخان، غل اغا شېرزي، سیاف، محمود کرزي، زلمي رسول، قوماندان دیدار، حزب سلامي او نور قومي سوداګر، ښه وپېژنئ چې د یو څو پیسو لپاره پښتون د نظار شورا، محقق، رباني او نورو لپاره ذلیله کوي او د پښتنو پر قومي ګټو او سرونو قیمار وهي.