عبدالجمیل ممتاز

دا دې هم دوه زره څوارلسم کال! سبا به دا هم پوره شوی وي، افغان حکومته څه تیاری لرې او کنه؟ تر اوسه خو دې هېڅ داسې کوم کمال نه دی ښودلی، چې ملت درباندې ډاډه شوی وي.

ته خو په دې اړه نه کوم پلان لرې او نه کومه نوې ستراتیژي. پر طالب رژیم باندې خو ښه په نره تور لګیږي، چې ټولې چارې یې اټکلي وې او هر څه یې سم له مخې تر سره کول. تا نو کومه ده؛ چې د یو ټاکلي پلان له مخې خپلې چارې پر مخ بیولي دي؟ ته خو تر هغه هم بدتره یې! نه دې پلان درک لري، نه دې څارنه شته او نه دې تطبیق! خو بیا هم سر داسې پورته پورته غورځوې، لکه پخپلو ماتو پښو چې پوره باور لرې او د یوې بشپړې سلامتیا په ډاډ، درانه وزن ته شا ورته کوې.

کومه دی ستا هغه پیاوړی اقتصاد چې اقلاً یو کال خو خپل لګښتونه، له خپل ځانه پوره کړای شي؟ او کومه دی ستا هغه رښتینی، مسلکي او پیاوړی منجمنټ، چې ټولې دولتي ادارې سره همغږې وساتي، پر هغو باندې بشپړ حاکمیت ولري او له فساده د نسبي پاک دولت ادعا خو یوه اندازه ثابته کړي؟

په لنډو او غټو غټو ټکیو به یې مثال درکړم:

لومړی ستا د دېواړو قوو (قضأیه، اجرأیه او مقننه) ترمنځ د شخصي او سلیقوي معاملو په اساس ملي ارزښتونه له منځه ځي، فساد او بې کفایتي ورځ تر بلې زور اخلي، حقوق تر پښو لاندې کیږي، د پرمختیا، ځواکمنتیا او ملي وحدت مخه نیول کیږي او……..

بله دا چې په شته مشروع حکومت کې خلک په ښکاره توګه د تجزیې خبره کوي، د بل نظام جوړولو لپاره په طرحو باندې کار کوي، د حکومت لوی چارواکي له اساسي قانون څخه په ډاګه سرغړونه کوي، طبیعي زیرمې لا اوس هم د زورواکو او جګړمارو په واک کې دي او عایدات یې یوازې د همدوی جیبونو یا اکونټونو ته لویږي. همدارنګه ټول زورواکي او جګړه ماران چې تر اوسه پورې یې په خلکو کې خپل سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري اغېز ساتلی دی، له صحنې څخه نه دي لېرې شوي، نو څنګه به څوک ستا پر باټو باندې باور وکړي؟

د یوویشتمې پېړۍ اقتصادي او نظامي امپراتوري (امریکا) او نور نړیوال زورو هیوادونه، چې د هومره واک او ځواک سره سره، د یو کوچني ګواښ په وړاندې مخکې له مخکې نه غټه تایه نیسي، نو افغان حکومته! ته یې په کوم دلیل محض ګڼې؟

ملت ځواب غواړي! که ځواب په اوس وخت کې نشې ورکولی، دلایل یې څه دي؟ اخر په یو ډول نه یو ډول خو د ولس انديښنه له منځه یوسه او ډاډ ورته ورکړه.

شرایط ډیر حساس دي، ذهنیتونه په ناسم ډول سمبالیږي، زیاتره اړخونه لګیا دي په دې برخه کې ښه په اخلاص سره پانګونه کوي او په دې هڅه کې دي، چې د یو نوي بغاوت څپرکی پرانستل شي.

که څه هم په ډېره ناوختۍ کې دې  په لومړي ځل خپل سیاسي دريځ ټینګ وساته، چې دغه کار یو حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر ته د واکمنۍ له پیله ښايي، خو تا په داسې وخت کې دغه اصل رعایت کړ، چې یوازې پوښتنې را ولاړولی شي او بس.

څنګه به ښه وي، چې په همدې وروستیو کې د یو نسبي حاکمیت ټغر هم اوار شي او په همدې وروستیو کې د یوې پاکې ادارې رامنځته کولو لپاره، داسې پیل تر سره شي، چې لږ تر لږه خو دې یوه د خټو پوزه ځانته جوړه کړې وي.

ځه! دا دی سبا بل سبا کې، امریکا ستا د درېواړو سرطونو منلو ته غاړه کېښوده او بلاخره  امنیتي تړون ستا په خوښه لاسلیک شو، نو که چیرې ستا په اداره کې همدغه غله، چټل خواره، د وطن دښمنان او لوټماران پاتې وي، چې له امله یې ټوله اداره فاسده شوې او په همدغه نامرده نوم یې د نړۍ په کچه لومړی مقام تر لاسه کړی دی، نو څوک به دغه هیواد او ولس ته دا تضمین ورکړي، چې د راتلونکو لسو کالو ملیاردونو ډالرو مرستې به بې ځایه نه ځي او بیا به د غلو او چټل خورو جېبونو ته نه لویږي؟

ډېره اړینه ده، چې د دغه دریځ نیولو سره سره، پر کورني سیاست باندې هم غور وشي، خپلې ادارې ته پام راوګرځول شي او تر وسې وسې پکې لازم اصلاحات راوستل شي. کنه نو سیاست دې بیا هم بې ګټې دی او د خپلو زحمتونو په بدل کې د اجرونو تمه به دې غټه تېروتنه وي.

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *