تاند- د امریکا په جورجیا ایالت کې د یوه زده کوونکي، چې په فوټبال کې سخت ژوبل شوی و، مورنۍ ژبه هېره شوې او پر ځای یې هسپانیايي ژبه زده شوې ده. (د ژوبلېدو صحنه په ویدیو کې لیدلی شئ)

۱۶ کلن (ریوبین نیمو) د بریک ووډ لېسې د لوبډلې ګولکیپري کوله چې د شوت د دفاع کولو په مهال یې سر د مقابل ټیم د لوبغاړي په پښه سخت ولګېد او بې سده شو.

ویل کېږي چې نوموړی ۳ ورځې په روغتون کې کوما و، څو ځلې د مرګ کومي ته نژدې شو ځکه چې سا یې څو ځلې بنده شوه خو ژوند یې په نصیب و؛ روغ پاتې شو.

کله چې نیمو له کوما راووت، په انګلیسي یې خبرې نه شوای کولی، خو په روانه هسپانیايي ژبه ږغېدای شوای؛ حال دا چې تر ژوبلېدو وړاندې یې هسپانیايي نه وه زده.

شپاړس کلن نیمو په جورجیا کې رسنیو ته وویل، فکر کوي چې هسپانیايي به یې، چې له ملګرو او ورور څخه یې اورېدلې، په تحت الشعور کې پاتې شوې وه.

د وخت په تېرېدو انګلیسي ور په یادېږي خو هسپانیايي ژبه یې کمزورې کېږي.

نیمو وايي، غواړي چې بېرته فوټبال پیل کړي خو روزونکی یې وايي چې باید خوندي خولۍ پر سر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *